د لاسرسي ځای

تازه خبر

د انټرنیټ ۸۶ فیصده کارونکي پر جعلي خبرونو تېروځي


په نړۍ کې د انټرنیټ له لارې د خپرېدونکو خبرونو په اړه یوه تازه نظرپوښتنه ښيي چې په سلو کې ۸۶ انټرنیټ کارونکي پر جعلي خبرونو تېروځي.

دا څرګندونې د -ای پي ایس او ایس - په نامه دارېپه هغه کلنۍ نظرپوښتنه کې شوې دي چې پایلې یې د جون پر ۱۱مه خپرې شوې دي.

فرانس پریس خبري اژانس لیکي چې په دې نظرپوښتنه کې د ۲۵ هیوادونو تر ۲۵ زره زیاتو انټرنیټ کارونکو برخه اخیستې وه.

دا نظرپوښتنه د ۲۰۱۸م کال د ډسمبر له ۲۱مې د ۲۰۱۹م کال د فرورۍ تر ۱۰مې نېټې ترسره شوې چې پکې مخامخ او د انټرنیټ له لارې مرکې شوې دي.

په دې نړیوالې نظرپوښتنې کې ویل شوي چې په انټرنیټ کې تر ټولو زیات جعلي خبرونه پر فیسبوک خپرېږي. د دې تر څنګ پر یوټیوب، بلاګونو او ټویټر هم خپرېږي.

اژانس د نظرپوښتنې په حواله لیکي چې د جعلي خبرونو د خپرولو تور تر ټولو زیات پر امریکا، روس او چین پورې شوی دی.

پایلي په ډاګه کوي چې د نظرپوښتنې مصري برخوال تر ټولو زیات ساده مزاج او پاکستاني برخوال تر ټولو زیات شکمن وو.

پایلو دا هم په ډاګه کړې چې پر ټولنیزو رسنۍ بې باوري بېخي پراخه ده او خلک د خپلو پټو مالوماتو په اړه هم خورا ډېرې اندېښنې لري.

د نظرپوښتنې برخوالو ویلي چې حکومت او د میډیا کمپنۍ باید د داسې فعالیتونو پرضد د دې لپاره ګامونه پورته کړي چې دا پر میډیا باور کموي، پر اقتصاد او سیاسي بیانیې منفې اغېز کوي.

د نړیوالې حکومتدارۍ مرکز په یو بیان کې ویلي چې د دې کال دا نظرپوښتنه نه یوازې د انټرنیټ حساسیت په ډاګه کوي بلکې دا هم څرګندوي چې ټولنیزې رسنۍ تر کومه حده پر ورځني ژوند واکمنې دي.

XS
SM
MD
LG