د لاسرسي ځای

تازه خبر

شاه محمود قرېشي د افغان پلاوي سره پر سولې خبرې کړې


شاه محمود قرېشي
شاه محمود قرېشي

د پاکستان بهرنيوو چارو وزير شاه محمود قرېشي د جون په لسمه په اسلام اباد کې د افغانستان د بهرنيوو چارو مرستيال وزير ادريس زمان سره ملاقات کې د سيمې پر امنيت او ثبات خبرې کړې دي.

د پاکستان بهرنيوو چارو وزارت د جون په لسمه مشال راډيو ته لېږلي پېغام کې ويلي چې قرېشي زمان ته د افغانستان سولې بهير کې د خپل مثبت رول لوبولو ډاډ ورکړی دی. په دې سفر کې دواړو خواوو په سيمه کې د سولې لپاره پر عملي پلان خبرې کړې دي.

بلخوا د افغانستان سولې عالي شورا وياند غفور احمد جاويد د جون په لسمه ناوخته، مشال راډيو ته وويل چې پاکستان کولی شي د افغان حکومت سره د مخامخ خبرو لپاره پر طالبانو فشار واچوي.

ټول زور بايد پر دې وي چې څنګه طالبان د افغان حکومت استازو سره نېغ په نېغه خبرو ته کښېني
سعد محمد خان

هغه زياته کړه: ((پاکستان د افغانستان ګاونډی دی. په تېرو اتلسو کلونو کې يې يو کردار پاتې شوی دی. په پاکستان کې د طالبانو کورونه دي. پر هغوی فشار اچولی او په دې برخه کې مثبت تمامېدلی شي.))

پاکستاني چارواکو په بېلابېلو وختونو کې منلې چې پر طالبانو اثر رسوخ لري خو زياته کړې يې ده چې دا اغېز د سولې لپاره کاروي. د افغانستان ولسشمر محمد اشرف غني د واړه اختر په لومړۍ ورځ په کابل کې وويل چې د جون په ۲۷مه پاکستان ته سفر کوي او هيله لري چې دا دوره یې د اړيکو يو نوی باب پرانيزي.

د يادونې ده چې د امريکا بهرنيوو چارو وزارت د افغانستان سولې لپاره ځانګړي استازي، زلمي خليلزاد سره طالبانو په قطر کې اوه ځله مذاکرات کړي دي خو دوی افغان حکومت سره له کښېناستو انکار کوي.

د طالبانو او افغان حکومت مخامخ خبرې؟

طالبان دريځ لري چې د جګړې اصلي لوری امريکا ده نو ځکه خبرې هم لومړی د هغو سره کوي خو افغان حکومت وايي د پرېکړو عملي کول د دوی په لاس کې دي نو ځکه بايد له خبرو څنډې ته نه شي.

تر دې مخکې افغان چارواکو پر پاکستان د ترهګرو د ملاتړ تور پورې کړی چې اسلام اباد يې ردوي. د امنيتي چارو پوه، د پاکستاني پوځ پخوانی بريګيډير، سعد محمد خان وايي اوس هم دواړه هېوادونه کولی شي چې تېرې خبرې هېرې او جګړې ختمولو لپاره لاسونه يو کړي.

هغه زياته کړه: ((طالبان بايد د افغان حکومت سره خبرې وکړي. که موږ فرض کړو چې امريکا او ناټو ځواکونه له افغانستانه نن ووځي نو په کابل کې خو به افغان حکومت پاتې وي. د هغوی سره له خبرو بغېر خو به جنګ بيا روان پاتې شي. پاکستان بايد په څه نا څه طريقې سره د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ خبرو ته لار هواره کړي. يو ځل چې دا کار وشي نو په نورو خبرو سلا کېدل اسانه دي. کېدای شي په دې اړه څه پرمختګ وشي.))

XS
SM
MD
LG