د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست – ننګرهار: د حقاني شبکې او طالبانو ګڼ وسله وال 'وژل' شوي


له ارشیفه
خوست کې د جون په لومړنیو کې له وسله والو ګڼه وسله نیول شوې
له ارشیفه خوست کې د جون په لومړنیو کې له وسله والو ګڼه وسله نیول شوې

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، د خوست په صبریو ولسوالۍ کې یې د حقاني شبکې ۱۲ قوماندانان او سرګروپان په یو لړ عملیاتو کې وژلي دي.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، د خوست په صبریو ولسوالۍ کې یې د حقاني شبکې ۱۲ قوماندانان او سرګروپان په یو لړ عملیاتو کې وژلي دي.

د ملي امنیت ریاست په دوشنبه په یوه خبرپاڼه کې دا په سیمه کې د حقاني شبکې پر مرکزونو ګټور عملیات بللي او زیاته کړې یې ده، د دې شبکې وژل شویو غړیو به تخریبي او ترهګرو فعالیتونو کې او نورو ترهګرو ډلو ته د وسلو او مهماتو په لېږد کې لاس درلود.

د ملي امنیت ریاست خبرپاڼه وايي، په ‌دې عملیاتو کې یو کس ټپي شوی او درې مشکوک کسان له یوه اندازه وسلو او مهماتو سره نیول شوي دي.

بلخوا د ننګرهار چارواکي وایي چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو بېګا شپه د شېرزادو ولسوالۍ په کودیخېل سیمه کې عملیات تر سره کړي چې په نتیجه کې یې د وسله والو طالبانو د سرې قعطې دېرش تنه وژل شوي او څوارلس نور یې ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG