د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرېکټ نړیوال جام: ساوت افریقا او ویسټ انډیز لوبېږي


عکس له ارشیفه
عکس له ارشیفه

د ۲۰۱۹ز کال کرېکټ نړيوال جام په سياليو کې نن (د جون پر ۱۰مه) ساوت افريقا او ويسټ انډيز ډلې سره مخامخې دي.

دا د جام ۱۵مه لوبه ده او د برېتانيا په ساوت ايمپټن ښار کې روانه ده. ويست انډيز پچه ګټلې او باولنګ کول يې غوره کړي دي.

د جون پر نهمه بيا د يادو سياليو په يوه بله لوبه کې د هند لوبډلې د اسټراليا هغې ته ماتې ورکړه.

د هند لوبډلې اسټرالیا ته د ۳۵۳ منډو هدف ورکړی وو. د اسټرالیا لوبغاړو ۳۱۶ منډې جوړې کړې شوې او ټول اوټ شول. هندي لوبغاړي شيکر دون ۱۱۷ منډې جوړې کړې او د لوبې بهترینه لوبغاړی شو.

د برېتانيا په بېلابېلو ښارونو کې روان په ۱۲م يوه ورځني پنځوس اووریز نړيوال کرکټ جام کې د مخکیني اتل اسټراليا تر څنګ د پاکستان، افغانستان، بنګله دېش، انګلېنډ، هند، نيوزي لېنډ، ساوت افریقا، سري لنکا او ویسټ انډيز لوبډلې برخه اخلي.

د دې سياليو پایلوبه يا فاينل ميچ به د راتلونکې جولايي مياشت پر ۱۴مه په لندن کې کېږي. د دغې لوبې ګټونکې ډلې ته به ۴۰ لکه ډالره او بایلونکې هغې ته ۲۰ لکه ډالره ورکول کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG