د لاسرسي ځای

تازه خبر

تر ۳۰م جون خپلې شتمنۍ وښيئ: عمران خان


عمران خان
عمران خان

د پاکستان وزيراعظم پر ولس غږ کړی چې د جون تر ۳۰ مې دې خپلې ټولې اثاثې په ډاګه کړي.

عمران خان د جون پر لسمه ولس ته په خپله وينا کې وويل چې د جون تر ۳۰مې وروسته به هيچا ته د اثاثو په ډاګه کولو موقع نه ورکول کېږي.

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړې دي چې حکومت به يې د جون پر ۱۱ مه نېټه د دې هېواد د راتلونکې مالي کال بجټ وړاندې کوي.

هغه وويل چې د هغو پاکستانيانو د جايدادونو او بانکي اکاونټونو په اړه هم مالومات لري چې په بهرنيو هېوادونو کې يې لري.

عمران خان زياته کړه چې په تېرو۱۰ کلونو کې د پاکستان د پور اخيستلو کچه له شپږ زره څخه ۳۰ زره اربه روپيو ته رسېدلې ده او د ده په وينا هېواد يې هر کال څلور زره روپۍ ټېکس راغونډوي چې پکې نيمايي پیسې د پورونو په ادا کولو کې ځي.

عمران خان د مې په مياشت کې د ټېکسونو د معافولو سکيم اعلان کړی وو او د جون ۳۰ مه يې وروستۍ ورځ ټاکلې وه.

تر دې وړاندې د نوازشريف حکومت هم ورته سکيم اعلان کړی وو چې هغه وخت به عمران خان ورباندې تنقيدونه کول.

XS
SM
MD
LG