د لاسرسي ځای

تازه خبر

کريکټ: نيوزيلېنډ له افغانستان او انګلېنډ له بنګله دېشه سیالي وګټله


افغان لوبغاړي د نيوزيلېنډ هغو ته مبارکي وايي
افغان لوبغاړي د نيوزيلېنډ هغو ته مبارکي وايي

نن د پنځوس اووريز کريکټ نړيواال کپ سياليوو لړ کې هند د اسټريليا سره لوبېږي. د انګلېنډ په مرکز لندن کې دا لوبه د پېښور په وخت دوه نيمې بجې پېلېږي.

پرون افغانستان له نيوزيلېنډ او بنګله دېش له انګلېنډ وبايلله. په ټانټن کې لومړی بېټينګ افغانستان وکړ او د ټولو لوبغاړو په اوټ کېدو یې ۱۷۲ منډې جوړې کړي. نيوزيلېنډ دا هدف د دريوو لوبغاړو په اوټ کېدو سره په ۳۳م اوور کې پوره کړ. د نيوزيلېنډ جېمز نيشام پنځه ويکټې واخيستې او د لوبې غوره لوبغاړی شو.

د افغانستان له خوا حشمت شهيدي تر ټولو ډېرې ۵۹ منډې وکړي. راشد خان ځکه بالينګ ونه شو کړلی چې هغه د بېټينګ پر مهال د نيوزيلېنډ يو بالر پر سر ويشتلی وو. د افغانستان کرکټ بورډ ويلي چې د هغه حالت ښه دی خو د احتياط له مخې يې بالينګ ونه کړ.

افغانستان په دې سيالۍ کې تر اوسه پورې کړې خپلې درې واړه لوبې بايللې دي.

د جون په اتمه په يو بل مېچ کې په کارډيف کې انګلېنډ د شپږو لوبغاړو په اوټ کېدو سره ۳۸۶ منډې جوړې کړي. په ځواب کې يې د بنګله دېش ټول لوبغاړي په ۴۹م اوور کې ۲۸۰ منډې وکړي او په دې توګه یې لوبه په ۱۰۶ منډو وبايلله. د انګلېنډ جېسن رايي ۱۵۳ منډې وکړي او د لوبې غوره لوبغاړی شو.

د بنګله دېش شکيب الحسن ۱۲۱ منډې جوړې کړي. د هغه لوبډلې تر دې مخکې يوه سيالي ګټلې او بله بايللې ده.

د انګلېنډ په بېلابېلو ښارونو کې روان د کرېکټ يو ورځني پنځوس اووریز دولسم نړيوال کرکټ جام کې د تېر ځلې اتل اسټراليا، افغانستان، بنګله دېش، انګلېنډ، هند، نيوزي لېنډ، پاکستان، جنوبي افریقا، سريلنکا او وېسټ انډيز برخه اخلي.

د دې سياليوو پایلوبه يا فاينل به د جولای په څوارلسمه په لندن کې کېږي. فاینل ګټونکي ته ۴۰ لکه ډالره او بایلونکي ته به ۲۰ لکه ډالره ورکول کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG