د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان مېرمنې باید د سولې په خبرو کې شاملې کړل شي: د امریکا کانګرس


عکس له ارشیفه
عکس له ارشیفه

د امریکا د کانګرس شاوخوا ۷۵ کسیزې ډلې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر ته لیک استولی او د افغانستان د سولې په مذاکراتو کې یې د ښځو پر ګډون ټینګار کړی دی.

په دغه لیک کې چې د جون پر شپږمه د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ته استول شوی، د کانګرس غړو ټینګار کړی چې له طالبانو سره د سولې د هر ډول هوکړې په صورت کې دې د افغانستان د ښځو حقونو خوندیتوب ضمانت وشي.

په دې لیک کې چې د کانګرس څه باندې ۷۵ غړو لاسلیک ورباندې کړی، راغلي ، "اوس چې امریکا د افغانستان د جګړې ختمېدو لپاره هلې ځلې کوي، موږ ټینګار کوو چې په دې مذاکراتو کې په برابر ډول د افغان مېرمنو استازیتوب ډاډمن کړي او دا چې هره هوکړه دې د ښځو حقونه خوندي کړي."

په دې لیک کې سره له دې چې د افغانستان د حکومت او وسله والو مخالفینو ترمنځ د بین الافغاني مذاکراتو د زمینې برابرولو لپاره د امریکا د هڅو ستاینه شوې، په دې اړه اندېښنه هم ښودل شوی چې په دې ترڅ کې ښځې له مذاکراتو لېرې پاتې شوي دي.

دوی وایي، له فبرورۍ تر مې میاشتې د قطر په پلازمېنې دوحې کې د امریکایي ډیپلوماتانو او طالبانو ترمنځ په خبرو کې ښځې ګډون نه لري.

​په دې لیک کې د افغان مېرمنو هغو لاسته راوړنو ته اشاره شوې چې په تېرو ۱۸کلونو کې یعنې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ تر ړنګېدو وروسته یې ترلاسه کړي دي.

په لیک کې د امریکا د سولې انسټیټيوټ د راپور په حواله لیکل شوي چې په افغانستان کې څه باندې ۶۸ زره ښځې په ښوونځیو او پوهنتونونو کې په کار بوختې دي، لږترلږه ۱۰ زره ډاکترانې او روغتیا پالانې دي، دغه راز ویل شوي چې ځینو خلاقو مېرمنو په دې هېواد کې شاوخوا ۷۷ زره افغانان په دندو ګمارلي دي.

د امریکا د کانګرس غړو په دغه لیک کې د هغه قانون یادونه کړې چې کانګرس د هېواد په چارو کې د ښځو د رول اهمیت په پام کې نیولو سره تصویب کړی او بیا ولسمشر ډونالد ټرمپ لاسلیک کړی دی.

په لیک کې راغلي ، "دغه قانون د شخړو د هواري او مخنیوي په مدیریت کې د ښځو ګډون ته وده ورکول د امریکا د پالېسۍ برخه جوړوي، نو د افغانستان د سولې بهیر د دغه قانون د تطبیق په برخه کې د امریکا لومړنۍ ازموینه ده، موږ هیله لرو چې تاسو له دې فرصته په استفادې سره د سولې او امنیت په چارو کې ښځې د پرېکړه کوونکو په توګه په خبرو کې شاملې کړئ."

په همدې حال کې د افغانستان د ولسي جرګې یوې پخوانۍ غړې او د ښځو یوې فعالې ناجیې بابکر خېل له مشال راډیو سره په خبرو کې د امریکايي کانګرس د دې هڅې هرکلی وکړ او د سولې په مذاکراتو کې د ښځو د رول د کموالي په اړه خپله اندېښنه وښودله.

دې وویل ، "واقعاً د ښځې د رول موجودیت او حقونو په اړه هغه تاکید چې ټوله نړۍ یې کوي، سره له دې چې د افغانستان ښځې هم ټینګار ورباندې کوي، خپل تشویشونه هم لرو، زه هیله منده یم چې د سولې پروګرام چې له هرې خوا که هغه د سیمې په سطحه وي او که په نړیواله، زما نظر دا دی چې کله چې پر یوې پروسې بحث کېږي، مشترکاً باید ښځې او نر کار وکړي، بحث وکړي او خپل وړاندیزونه وکړي."

د امریکا د کانګرس غړو ویلي، نه یوازې د ښځو د حقونو په برخه کې، بلکې د افغانستان د راتلونکي په اړه هم د افغان مېرمنو غږ باید واورېدل شي.

دا لیک داسې مهال استول شوی چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په همدې هدف دا مهال د افغانستان په ګډون د سیمې او یو شمېر اروپایي هېوادونو په سفر بوخت دی.

XS
SM
MD
LG