د لاسرسي ځای

تازه خبر

هلمند: د سولې ولسي حرکت غړي راڅرګند شول


ارشیف، د سولې د ولسي حرکت غړي

په افغانستان کې د سولې ولسي حرکت وايي، غړي یې طالبانو نه وو تښتولي، بلکې د طالبانو تر واک لاندې سیمې ته له هغوی سره د خبرو لپاره تللي وو.

د سولې ولسي حرکت وايي، غړي یې برمته شوې نه وو، خو دا چې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې ټیليفوني شبکو کار نه کاوه، نو د څه وخت لپاره یې له خپلو ملګرو سره تماس نه شو ټینګولی.

د سولې د ولسي حرکت ویاند بسم الله وطندوست چې خپله هم د طالبانو له مشرتابه سره د خبرو لپاره بېول شوی و، د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې د څو ورځو له تېرولو وروسته د جون پر شپږمه بېرته لښکرګاه ته ستون شو.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل، طالبانو یې هرکلی وکړ او ورسره یې صمیمانه چلند وکړ.

​دی زیاتوي: "موږ د طالبانو تر واک لاندې سیمو ته د سولې له پیغام سره تللي وو، د خلکو دردونه مو له هغوی سره شریک کړل، رغوونکي بحثونه مو وکړل، ځیني سوتفاهمونه حل شول او بېرته لښکرګاه ته ستانه شو."

لښکر ګاه ته د ستنېدو پر مهال سلګونو کسانو د سولې د ولسي حرکت د غړو هرکلی وکړ.

د دې حرکت شاوخوا دېرش غړي له کوچني اختر څو ورځې مخکې له لښکرګاه څخه د هلمند موسی کلا ولسوالۍ ته تللي وو، دا ولسوالي له څو کلونو راهيسې د طالبانو په ولکه کې ده.

د دوی څو مخکښ غړي چې طالبانو د خبرو لپاره له ځان سره بيولي وو، د څو ورځو لپاره ورسره اړیکې پرې وې او ویل کېدل چې دوی برمته شوي دي.

وطندوست وايي، د دې حرکت یو شمېر غړي د طالبانو له خوا له پوښتنو ګروېږونو سره مخ شول، ځکه هغوی شک درلود چې له حکومتي ځواکونو سره به اړیکې ولري.

وطندوست چې د کوچني اختر ورځې یې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې تېرې کړې، هلته یې د اختر د خلکو د ژوند په اړه وویل، همغسې چې د ښارونو خلک له چاودنو او ځانمرګي بریدونو په وېره کې دي، د طالبانو تر ولکې لاندې د سیمو خلک بیا له بمباریو او هوايي بریدونو وېره لري.

د سولې ولسي حرکت تېر کال د هلمند په مرکز لښکرګاه کې تر هغې ځانمرګي برید وروسته چې ۱۶ کسان په‌ کې ووژل شول او ۵۲ نور ټپیان شول، خپل فعالیت پیل کړ، ترڅو د جګړې ښکېلو غاړو ته د سولې پیغام ورسوي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، تېر کال د افغانستان په شخړو کې د ۹۰۰ ماشومانو په شمول ۴۰۰۰ ولسي وګړي وژل شوي چې د عامو خلکو لپاره یو خونړی کال و.

په وروستیو کې په قطر کې د امریکا او طالب استازو تر منځ د سولې څو پړاوه خبرې شوي، خو تر اوسه دا خبرې داسې کومې پایلې ته نه دي رسېدلي چې په افغانستان کې د اوربند، د جګړې د کمېدو او د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ خبرو ته د لارې د هوارېدو سبب شي.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

د سوات مستیج ډنډ
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:52 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG