د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: اختر د افغان سربازانو له یتیمانو سره


د خوست چارواکي او د سرتېرو یتیمان.
د خوست چارواکي او د سرتېرو یتیمان.

د جون پر شپږمه د خوست ولایت چارواکو د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې د وژل شویو سرتېرو له ماشومو یتیمانو سره د اختر درېمه ورځ یو ځای ولمانځله.

یاد ماشومان چې شمېر يې له سلو ډېر وو، د چارواکو په وینا یوازې د څو محدودو کورنیو غړي دي، چې پلرونه يې د افغان ځواکونو په لیکو وژل شوي دي.

د خوست چارواکي وايي، دا ماشومان د هغو کسانو لپاره چې د جګړې پر دوام ټېنګار کوي دا پیغام دی، چې یوه ورځ د دې ماشومانو په شان د دوی ماشومان هم یتیمان کیدلی او نورو ته محتاجیدلی شي.

خوست والي حلیم فدايي او د دې ولایت نورو ملکي او پوځي چارواکو د اختر په درېیمه ورځ د ملي اردو، ملي پولیسو، ملي امنیت او ولایتي قواوو په لیکو کې د وژل شویو سرتېرو خواوشا ۱۰۰ ماشومان خپل استوګنځي ته رابللي ول.

یاد ماشومان چې عمرونه يې د ۱۴-۲ کلونو تر منځ ول، لومړی ځل وو چې خلک یوازې، د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د وژل شویو منسوبینو د محدودو کورنیو پدې اندازه ماشومان ویني.

ماشومانو سره په پیل کې اختر مبارکي وشوه او وروسته چارواکو د ګاډو په واسطه دا ټول د شهیدحکیم تڼیوال تفریحي پارک ته بوتلل، چې د اختر په شپو ورځو کې ورته زرګونه خوستوال د تفریح لپاره ورځي.

ماشومانو په پارک کې لوبې وکړې، ځینې خلک د یتیمو ماشومانو خوشالۍ ته خوشاله ول، خو د ډېرو بیا له سترګو اوښکې روانې وي او د دې ماشومان لیدل ورته ډېر دردونکي وو.

د یووالي او بدلون کاروان د ټولنیز بنسټ مشر عبدالولي واحدزي مشال راډیو ته وویل، چې په دې ځای کې د دې یتیمو ماشومانو حضور د سولې اړتیا ښه په ډاګه کولی شي، ځکه د جګړې محصول همدا یتیمان دي.

خوست والي محمدحلیم فدايي وايي، چې موږ د څو محدودو کورنیو یتیمان راغوښتي، چې د هغوی شمېر هم خواوشا سل تنه دی.

دی وايي، د جګړې میراث همدا یتیمان دي، چې په ټولنه کې به د سبا ورځې رهبران وي.

فدايي زیاتوي، د دولتي چارواکو مکلفیت دادی چې د وژل شویو سرتېرو د اولادونو داسې کفالت او سرپرستي وکړي، چې هغو ماشومانو ته د مور او پلار د کمي احساس پیدا نشي.

خوست والي وايي، په دې د خوښۍ احساس کوي چې د اختر دریمه ورځ له یتیمانو سره لمانځي خو بل درد دادی چې د جګړې د عواقبو مثال همدا یتیمان دي.

نوموړی زیاتوي، هغوی چې په جګړه ټېنګار کوي دا ماشومان دې وویني او داسې فکر دې وکړي چې سبا ته د دوی ماشومان هم داسې یتیمان کیدلی شي.

ده وویل، ځينو یتیمانو څخه يې پوښتنه وکړه، دوی وویل، چې د خپلو پلرونو غچ او انتقام نه اخلي، د دوی د پلرونو غچ او انتقام دادی چې نور ماشومان د دوی په شان د مور او پلار له سیوري بې برخې نه شي.

د خوست د علماوو شورا رئیس مولوي شاه محمد محمدي هم وايي، چې په جګړه کې د افغانان لپاره له وژنو، ورانیو او تباهیو زیات نور څه لاسته نه ورځي.

د ملي امنیتي ځواکونو په لیکو کې د ژول شویو سرتېرو اولادونو په خپلو خبرو کې له ولایتي چارواکو مننه وکړه، چې دوی ته يې د اختر مبارکۍ بلنه ورکړې وه.

د قریش په نوم یو ماشوم وویل، چې پلار يې ګل اغا نومیږي اود ولایتي قواوو په لیکو کې يې دنده اجراء کوله چې دوه کاله مخکې ووژل شو.

دی وايي، د پلار دا خبره يې په یاد ده چې ده ته به يې ویل، درس ووایه چې په راتلونکې کې ډاکټر، انجینر یا رئیس شي.

په خوست کې د ملي اردو د شایسته لواء د عقیدتي او فرهنګي چارو امر جګړن رحمت الله رحمتیار وايي، د وژل شویو منسوبینو د اولادو پوښتنه د افغان ځواکونو د سرتېرو او افسرانو په روحیه مثبت اغېز لري.

دده په وینا، له دې سره افغان سرتېري او افسران ډاډمنیږي که د وطن او نظام په مخکې ټپي او یا ووژل شي، داسې څوک شته چې د اولاد پوښتنه يې کوي.

د نورو ولایتونو په شان زرګونه خوستوال هم د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې دندې اجراء کوي.

د چارواکو د ارقامو پر اساس یوازې د خوست د ځاځي میدان د سرحدي ولسوالۍ نږدې دوه زره کسان د افغان ځواکونو په لیکو کې وژل شوي دي.

د افغان ځواکونو په لیکو کې د وژل شویو سرتېرو څخه لسګونه زره یتیمان، کونډې او تور سرې پاتې شوي او روانه جګړه لا هم هره ورځ د لسګونو کسانو ژوند او یا د وجودونو اعضاوې اخلي.

XS
SM
MD
LG