د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرېکټ نړیوال جام: پاکستان - سري لنکا مخامخېږي

د پاکستان لوبډلې تر اوسه یوه سیالي ګټلې او بله یې بایللې
د پاکستان لوبډلې تر اوسه یوه سیالي ګټلې او بله یې بایللې

د جون پر اوومه، د ۲۰۱۹ز کال د کرېکټ نړیوال جام د سیالیو په برخه کې پاکستان او سري لنکا یو بل ته مخامخېږي.

د جون پر شپږمه په لوبه کې اسټرالیا وېسټ انډيز ته په ۱۵ منډو ماته ورکړه.

لومړی بیټېنګ اسټرالیا وکړ او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې وېسټ انډیز ته د ۲۸۹ منډو هدف وټاکه چې هغوی پوره نه کړای شوې.

د اسټرالیا نیتن کولټر نایل د سیالۍ غوره لوبغاړی شو.

پاکستان تر اوسه د نړیوال جام په لوبو کې دوه سیالۍ کړې دي.

په لومړۍ سیالۍ کې یې د وېسټ انډیز پر وړاندې ټول لوبغاړي پر ۱۰۵ منډو سوځېدلي ول.

د دې له کبله پر پاکستانۍ لوبډلې خورا انتقادونه وشول.

خو په دوهمه سیالۍ کې یې انګلستان ته د ۳۴۹ منډو هدف ورکړ او لوبه یې تر سختې مقابلې وروسته وګټله.

XS
SM
MD
LG