د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوال کپ: پاکستان انگلینډ ته ماتې ورکړه


د پاکستان کرکټ تیم
د پاکستان کرکټ تیم

پاکستان د کرکټ په روان نړیوال جام کې خپله دوهمه لوبه د انګلستان خلاف وکړه چې د ۱۴ منډو په توپیر سره یې وګټله.

پاکستان خپله لومړنۍ لوبه پر ویسټ انډیز بایللې وه.

انګلېنډ د لوبې پچه وګټله او لومړی یې پاکستان ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه. پاکستان په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د اتوو لوبغاړو په تاوان ٣۴٨ منډې جوړې کړې.

د پاکستان په بېټنگ کې محمد حفیظ د ۸۴ منډو په جوړولو سره تر نورو زیات وځلېدلو او د لوبې بهترینه لوبغاړی وو.

انګلېنډ د پاکستان له غاړې ټاکلی هدف پوره نه کړای شو او په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې د نهو لوبغاړو په زیان ۳۳۴ منډې جوړې کړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG