د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان سولې عالي شورا له پاکستانه د سولې د هڅو هیله لري


خلیلزاد د جون پر دویمه د پاکستان بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو له چارواکو سره ولیدل

کابل - د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، خوشبینه ده چې پاکستان ښايي د خپلو اقتصادي ستونزو د هواري په بدل کې د افغانستان د سولې په برخه کې د امریکا غوښتنو ته غاړه کېږدي.

دا اووم ځل دی چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د ده په خبره، د افغان سولې د بهیر په برخه کې د افغانستان په ګډون د سیمې او اروپایي هېوادونو په سفر وتلی دی.

د دې سفر لومړنۍ لیدنې یې د جون پر دویمه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له یوه لوړ پوړي پلاوي سره وې.

د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس وایي،د دې لیدني تفصیل نه دی روښانه شوی خو وایي، د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو ترڅنګ داسې موارد شته چې ښایي دواړو لورو بحث ورباندې کړی وي.

محمد عمر داودزي د جون دویمې پر ماښام مشال راډیو ته وویل: "په دې وروستیو کې داسې نښې لیدل کېږي چې طالبان د امارت اسلامي نوم کاروي او غواړي چې امارت اسلامي بېرته راولي. په دې اړه د امریکا ځانګړی استازی له پاکستانیانو وضاحت غواړي او بل دا چې د پاکستان څخه هیله کېږي چې خپل رسوخ پر طالبانو لږ نور هم وکاروي چې له افغان دولت سره خبرو ته کښېنې."

د داودزي په خبره، پاکستان په لومړي سر کې ادعا کوله چې له امریکا سره د طالبانو د مخامخ خبرو موقع دوی برابره کړې ده، خو دا یې هم ویلي ول چې طالبان د اسلامي امارت د جوړولو اراده نه لري.

طالبانو تر اوسه له افغان حکومت سره له مخامخ خبرو کولو انکار کړی.

افغانستان او امریکا دواړه پاکستان تورنوي چې تراوسه یې د افغانستان د جګړې د ختمېدو په برخه کې هغسې چې تمه یې وه، همکاري نه ده کړې.

خو اسلام اباد په بیا بیا ویلي دي چې د افغانستان سولې او ثبات لپاره هڅو ته دوام ورکوي.

د افغانستان د سولي د عالي شورا د دارالانشا رییس وایي، د پاکستان اقتصادي ستونزو ته په کتو داسې خوشبیني شته چې دغه هېواد د خپلې ستونزې د هواري لپاره د امریکا خبره واوري.

ده زیاته کړه: "یو شی فرق لري چې د پاکستان اقتصادي وضعیت تر بل هر وخت ډېر خراب دی او د امریکا مرستې ته ضرورت لري، نو ښایي د اقتصادي ګټې په بدل کې به له امریکا سره د سولې په برخه او هم له افغان دولت سره د طالبانو د خبرو په برخه کې څه وکړي. یو څه خوشبین یم."

له دې سره هممهاله، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جون پر دویمه له خپل پلاوي سره د افغانستان د سولې لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د خبرو په اړه ویلي چې هېواد یې د افغانستان د سولې له پروسې سره خپلې همکارۍ ته ژمن دی.

د وزارت ویاند محمد فیصل پر خپله ټوېټرپاڼه په یوه پیغام کې لیکلي چې هېواد یې ټول لوري هڅوي چې له همدې موقع په استفادې اوږدمهالې جګړې ته د سیاسي لارو د پای ټکی کېږدي.

پر ټوېټر د فیصل بیان

د پاکستانيو چارواکو په خبره،د سولي او ثبات لپاره خپل رول لوبولو ته دوام ورکوي.

ټاکل شوې چې زلمی خلیلزاد په دې دوه اوونیز سفر کې افغانستان، بېلجیم، جرمني، قطر او متحده عرب اماراتو ته ورشي.

د جون پر لومړۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي ول چې خلیلزاد به په کابل کې له حکومتي چارواکو او نورو افغانانو سره د سولې پر هڅو سلا مشورې وکړي.

خپله خلیلزاد د جون پر لومړۍ پر ټوېټر لیکلي چې د دې سفر پر مهال د افغانستان د سولې د هڅو د ګړندي کېدو او په دې اړه د سیمې او نړۍ د هڅو پر یوځای کېدو تمرکز وکړي.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

په سيمه کې پوځي تمرينونه او ازموينې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:01 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG