د لاسرسي ځای

تازه خبر

له مفتي شهاب الدین پوپلزي سره مشال مرکه


مفتي شهاب الدین پوپلزی
مفتي شهاب الدین پوپلزی

پېښور ـ د مشال مرکې پاڼه کې درته هرکلی وایو. دا اوونۍ د مشال مرکه له مفتي شهاب الدین پوپلزي سره شوېده.

نوموړی نه یواځې د خیبر پښتونخوا بلکې د پاکستان په کچه د لویو عالمانو څخه ګڼل کېږي او په پېښور کې د قاسم علي خان جومات خطیب دی.

پوپلزي خپل علمي سفر په پېښور کې پیل کړی او پای ته رسولی دی. ده د جامع اسلامیه دارالعلوم سرحد نه په دیني چارو کې لوړې زده کړې کړې دي.

نوموړی وايي، له کومو دیني عالمانو نه یې چې زده کړې کړي هغوی د دېوبند نه فارغه وو چې پکې علامه سید محمد ایوب بنوري، مفتي عبدالطیف او مولانا پاینده محمد چې د کابل مولوي صیب په نوم یې شهرت درلودلو، نومونه د یادولو وړ دي.

په دې مرکه کې تاسو د نورو موضوعاتو تر څنګ دا هم اورېدلی شئ چې ولې د پاکستان د رویت هلال کمېټۍ او د قاسم علي خان جومات ترمنځ د روژې او د اختر د میاشتې د لیدو پر سر اختلافات موجود وي؟

له مفتي شهاب الدین پوپلزي سره مرکه دلته واورئ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:25:54 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG