د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: ولس په اختر کې د اوربند غوښتنه وکړه


په خوست ې د اوربند غوښتنه.
په خوست ې د اوربند غوښتنه.

خوستوالو د مې پر ۳۱مه د یو لاریون په ترڅ کې د جګړې له ښکیلو خواوو وغوښتل، چې د کوچني اخترپه شپو ورځو کې اوربند وکړي.

د لاریون ویناوالو په خپلو خبرو کې وویل، کچیرې په افغانستان کې د جګړې ښکیل طرفونه د افغانانو غوښتنو ته درناوی لري او د سولې په مساله کې رښتیني وي، نو د ټوپکو له ماشو دې ګوتې لیرې کړي او لږ تر لږه دې د کوچني اختر په دریو ورځو کې دې په خپلو کې اوربند وکړي.

دوی دا هم وویل، کچیرې د اوربند کولو غوښتنه يې ونه منل شي، نو خوستي ولسونه به د هغو خواوو په مقابل کې ودریږي، چې د جګړې پر دوام او افغان وژنه باندې ټینګار کوي.

د خوست زرګونه اوسیدونکو چې په لاسونو کې يې ملي بیرغونه او په کوچني اختر کې د اوربند غوښتلو بینرونه ول، د ښار په کوڅو او جاودو کې وګرځیدل او د جګړې پر ضد يې شعارونه ورکړل.

​دوی وویل، د افغاني جګړې ډیری قربانیان ماشومان، تور سرې، سپین ږیري او عام خلک دي او لدې زیات د دې جګړې د دوام حوصله نه لري.

په خوست کې د یووالي او بدلون کاروان مشر عبدالولي واحدزي د لاریون ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې وویل، چې په کوچني اختر کې اوربند د ټولو افغانان ګډه هیله ده او د جګړې ښکیلې خواوو دې د افغانانو دې غوښتنې ته غاړه کیږدي.

واحدزي زیاته کړه:"موږ هیله لرو او غږ کوو چې په اختر کې دې اوربند وشي، هم دې طالب د ملت دې غږ ته غاړه کیږدي، هم د امریکا د ملت دې غږ ته غاړه کیږدي او هم دې افغان حکومت دې غږ ته غاړه کیږدي او کچیرې طالبانو، امریکا، ناټو او حکومت اختر کې اوربند ونکړ، د خوست قومونه غلي نه پاتې کیږي، هغوی قومي تړونونه کوي او د هغو په مقابل کې به دریږي، څوک چې جنګ خوښوي."

د خوست ټولنیز او مدني فعال نصیراحمد حقمل په خپلو خبرو کې وویل، چې افغانان تر دې زیات د جګړې د لیدلو زغم نه لري او د کوچني اختر په درناوي دې ښکیلې خواووې اوربند وکړي.

د لاریون د ګډونوالو ګډ پرېکړه لیک د ولایتي شورا د پخواني مرستیال قدیم افغان لخوا ولوستل شو.

په پرېکړه لیک کې راغلي ول، دا چې د روژې میاشت په تمامیدو ده او د اختر شپې ورځې په رانږدې کیدو دي، نو د جګړې ښکیل اړخونه دې بشپړ اوربند وکړي.

په پرېکړه لیک کې راغلي چې د سولې په باب د ښه نیت د څرګندولو په خاطر اختر یو ښه فرصت دی، چې ښکیلې خواوو خپله رښتینولي او صداقت ثابت کړي.

په پرېکړه کې زیاته شوې: "دا چې د روژې مبارکه میاشته په ختمیدو ده او د نیکمرغه کوچني اختر شپې او ورځې په رانږدې کیدو دي، نو اللهي ارشاداتو او نبوي احادیثو ته پام دې په بشپړ ډول اوربند اعلان او د رښتینې سولې په اړه د ارمانجنو ولسونو هیلو ته دې مثبت ځواب ووايي، د خوست ولسونه یو ځل بیا په ښکیلو اړخونو غږ کوي، چې رښتیني او تلپاتې سوله دې ته خپلې ژمنتیاوې ثابتې او د ټوپک له ماشو دې ګوتې پورته کړي."

یادې دې وي، تېر کال د کوچني اختر په دریو ورځو کې هم د افغان حکومت او وسلوالو طالبانو تر منځ اوربند وشو، چې د افغانانو او نړیوالو لخوا په پراخه کچه وستایل شو.

د تېر کال اوربند په ملي او نړیواله کچه دا ذهنیت رامنځته کړ، چې افغانان د جګړو پلوي نه دي.

د تېر کال په اوربند کې زرګونه وسله وال طالبان په ولایتونو او ولسوالیو کې خپلو کلیو او کورونو ته لاړل او اخترمبارکۍ يې وکړې، همدارنګه په کوچني اختر کې د اوربند د ټېنګیدو په ملاتړد یو شمېر طالبانو په ګډون د کابل په ګډون لويې غونډې هم جوړې شوې وې.

XS
SM
MD
LG