د افغانستان ولسمشر اشرف غني د مې پر۳۱مه په سعودي عرب کې د پاکستان له وزیر اعظم عمران خان سره لېدلي دي.
د افغان ولسمشر له ماڼۍ خپره شوې خبرپاڼه لیکي چې ولسمشر اشرف غني او وزیراعظم عمران خان په سعودي عرب کې د اسلامي همکارۍ د سازمان د دوه ورځنۍ غونډې په څنډه کې لیده کاته کړي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې هغوی پر دوه اړخیزو اړیکو او په افغانستان کې د سولې او بیا پخلاینې پر بهیر غږېدلي دي.
د عمران خان له دفتره په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې ولسمشر اشرف غني او عمران خان له طالبانو سره د سولې د خبرو پيل لپاره هڅې هم ارزولې دي.
بیان زیاتوي چې عمران خان په افغانستان کې د سولې د پروسې ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې دا هڅې باید د افغانانو په مشرۍ او داسې سرته ورسېږي چې په افغانستان کې د لانجې یو سیاسي حل پیدا کړي.
عمران خان ویلي چې پاکستان ته د ولسمشر سفر به یوه بله موقع وي چې د دواړو هېوادونو سیاستوال د سیاسي، اقتصادي او امنیتي اړیکو پر پراختیا غور او خبرې وکړي.
پاکستان ته د ولسمشر غني د سفر دقیقه نېټه لا نه ده اعلان شوې.
د عمران خان ځانګړي مرستیال نعیم الحق د مې پر ۳۱مه پر ټوېټر ولیکل چې د دواړو هېوادونو مشرانو تر یو ساعت ډېر وخت خبرې وکړې او د افغانستان او پاکستان په مربوطو مسئلو پر ټولو اړخونو صادقانه او دوستانه وږغږېدل.
د ولسمشر اشرف غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم د مې پر ۲۸مه پاکستان ته تللی و او په راولپېنډۍ کې یې د پاکستاني پوځ له مشر قمر جاوېد باجوه سره وکتل.
د سمه ییزو چارو پوه رحیم الله یوسفزی وايي ، د عمران خان او اشرف غني دا ملاقات ډېر مهم دی او داسې ښکاري چې هغوي به هم یو بل ته ګیلې کړې وي او هم به یې پر دې بحث کړی وي چې د اړیکو د ښه کولو لپاره باید څه وشي.
په پاکستان کې د افغانستان پخواني ډيپلومات احمد سعیدي وايي ، "یو خو داسې ده چې د سعودي عرب او پاکستان ملګرتیا ده او رول لري، بله خبره دا ده چې حمدالله محب او د کورنیو چارو وزیر پاکستان ته ولاړل او دا پیغام یې راوړ چې عمران خان له اشرف غني سره ګوري."
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان فضايي حدود لا هم د نوي ډيلي او کابل ترمنځ د پروازونو لپاره تړلي دي.
د ارګ خبرپاڼه وايي چې اشرف غني دا مسئله له عمران خان سره مطرح کړې او له هغه یې غوښتنه کړې چې د افغانستان الوتکو ته په خپله فضا کې د پرواز اجازه ورکړي. خو د پاکستان له خوا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویل شوي.