د لاسرسي ځای

تازه خبر

علي وزیر او محسن داوړ دې پارلېمان ته راوستل شي: بلاول


علي وزیر او محسن داوړ

د قامي اسمبلۍ له غونډې روستو اپوزیشن ګوندونو خبري کانفرنس کې له حکومته غوښتنه وکړه چې سپریم کورټ د مشر جج قاضۍ فایز عیسا او د های کورټ د ججانو پر ضد ریفرنس واپس واخلي او د میرامشا په پېښه دې د پارلیماني کمېشن جوړولو سره سره علي وزیر او محسن داوړ پارلېمان ته وړاندې کړل شي.

د مي په ۳۱ مه د قامي اسمبلۍ له غونډې وروستو اپوزیشن ګوندونو خبري کانفرنس کې پر حکومت ټکونه وکړل او غوښتنه يې کوله چې د میرامشا پېښې پلټنو لپاره دې یو پارلېماني کمیشن جوړل شي.

بلاول بوټو او مریم نواز
بلاول بوټو او مریم نواز

د پاکستان پیپلزپارټۍ د مشر بلاول بوټو زرداري وینا وه چې هغه دوه ورځې وړاندې هم په خبري غونډه کې غوښتنه کړې وه چې د علي وزیر دې پارلېمان ته وړاندې کړل چې خپل دریځ ووايي.

(ما خط لېږلی چې د جنوبي وزیرستان ایم این ای علي وزیر او محسن داوړ د شمالي وزیرستان ایم این ای دې پروډکشن ارډر جاري کړي او ما سره د هغه خط د وصولۍ رسید هم شته خو نن په قامي اسمبلۍ کې موږ ته دروغ وویل شو چې دوی ته دغه خط نه دی ملاو شوې نو زه یوارې بیا غوښتنه کوم چې د دې دوو پارلیماني غړیو حق دی او پارلیمان له په خپل قانون عمل پکار دی او د دوی وړاندې کول پکار دي.)

د جمعیت علما اسلام ف ډلې د قامي اسمبلۍ غړې شاهده اخترعلي خپله وینا کې وویل دوی ټول مخالف ګوندونه یوه خله ده چې د قانون د عمل دارۍ خیال دې وساتل شي او د میران شاه د پېښې پلټنې دې وکړل شي

''د شمالي وزیرستان د قامي اسمبلۍ د غړي په حواله چې کومه خبره کېږي موږ ټول اپوزیشن ګوندونه یوه خله یو او زموږ هم دا غوښتنه ده چې په دې مسله پارلیماني کمېشن جوړ کړل شي او چې څه رېښتیا دي هغه دې مخې ته راوړل شي او د تصویر یو اړخ دې نه کتل کېږي.''

په دې موقه د پاکستان مسلم لیګ ن یو مخکښ او پخواني وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د ججانو پر ضد د حکومتي ریفرنس په اړه وویل

''په عدلیه چې د دوی حملې دي هغه یواځې د دې لپاره دي چې ججان ازادې فېصلې ورنکړي ججان د حکومت پر ضد فېصلې ورنکړې شي ججان او عدلیه د فشار ترلاندې کړي دا یو بد ترینه مثال دې حکومت جوړ کړو موږ د دې غندنه کوو او انشا الله مذاحمت به يې هم کوو.''

له دې وړاندې په قامي اسمبلۍ کې هغه وخت هله ګوله شوه او پر یو بل تورونه ولګول شو چې د پارلیماني چارو وزیرمملکت علي محمد خان د جمعیت علما اسلام ف ډلې د غړي مولانا جمال الدین د میرامشا د پېښې په حواله د جواب ورکولو په وخت وویل دوی د ریاست پر ضد نعرې وهی باید چې د دوی د پارلیمان غړیتوب ختم کړل شي.

د خبري غونډې په وخت د مخالفو ګوندونو د غړیو او مشرانو وینا وه چې دوی د حکومت د پالیسو پر ضد په ګډه له اختره وروسته تحریک پیلوي.

XS
SM
MD
LG