د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روغتیا نړیواله اداره په سیند کې د ایچ ای وي پلټنې کوي


د سیند په رتوډېرو کې کلیوالې ښځې د اېچ ای وي ازموینې لپاره د وینې ورکولو لپاره انتظار دي. ۲۰۱۹ز کال ۱۶ مې
د سیند په رتوډېرو کې کلیوالې ښځې د اېچ ای وي ازموینې لپاره د وینې ورکولو لپاره انتظار دي. ۲۰۱۹ز کال ۱۶ مې

پراګ ـ د سیند صوبې لاړکانې د رتوډیرو تحصیل په اوسیدونکو کې د ایچ ایي وي زیاتیدونکي وائرس ته په کتو کې د روغتیا نړیوالې ادارې یوه ډله په پنجشنبه رتوډېرو ته رسېدلې ده. ډله د دې پلټنه کوي چې د سېمې په اوسیدونکو او په ځانګړې توګه په ماشومانو کې د ایچ ای وي لامل څه دی؟

د صوبې د ایچ ای وي او اېډز د پروګرام مشر ډاکټر سکندر مېمن پرون مشال ریډیو ته وویل د زیارت تر ورځې پورې یې د سیمې د ۲۵ زره کسانو وینه معاینه کړې چې پکې ۷۲۵ کسانو په وینه کې یاد وائرس موندل شوی دی.

په ۷۲۵کسانو کې وائرس موندل شوی. په دې کې ۵۹۰ ماشومان دي. د دویدرملنه پېل شوې ده
ډاکتر سیکندر مېمن

"د اپرېل له ۲۴مې موږ دلته په رتو ډېرو کې کېمپ لګولی دی، خلک په خپله خوښه راځي، وینه معاینه کوي. په ۷۲۵ کسانو کې وایرس موندل شوی. په دې کې ۵۹۰ ماشومان دي. د دوی درملنه پیل شوې ده."

په سیمه کې د ایچ ای وي وائرس د سیمې خلک د تشویش سره مخامخ کړي دي. د چارشنې پر ورځ په شکارپور کې یوه سړي خپله ښځه په دې تور ووژله چې په وینه کې اېچ ای وي وائرس وموندل شو. سړي په خپله ښځه له یو بل سړي سره د جنسي اړیکو شک لرلو. د لاړکانې پروین سیلرو په نامه یوه ښځه چې پخپله، خاوند او لور په ګډون یې د کورنۍ پنځه غړي یې په اېچ ای وي ککړ دي تېره اونۍ یې اې اېف پي ته وویل:

''لومړی زما خاوند وینه معاینه کړه په هغه کې ایچ ای وي وموندل شو. بیا ما وینه ټیسټ کړه، زه هم په دې ناروغۍ اخته یم. لور ته مې شیدې ورکوم، هغې ته هم وائرس منتقل شوی. د لور علاج مې په کراچۍ کې کېږي، هر درې میاشتې وروسته هلته ځو، زما او د خاوند مې په لاړکانه کې درملنه روانه ده.''

لومړی زما خاوند وینه معاینه کړه په هغه کې ایچ ایي وي وموندل شو. بیا ما وینه ټیسټ کړه، زه هم په دې ناروغۍ اخته یم. لور ته مې شیدې ورکوم، هغې ته هم وائرس منتقل شوې.
پروین سیلرو

تراوسه د ترلاسه شویو نتیجو ترمخه د لویانو په پرتله ماشومان له ایچ ای وي زیات اغېزمن شوي دي. دا چې د دې لامل څه دی؟

په دې اړه راته د لاړکانې د پولیسو یو مشر مسعود بنګش وویل، په رتوډېرو کې د ماشومانو یو مشهور ډاکټر له یو څخه په زیات ځل یو سېرنج یا پیچکاري ماشومانو ته لګولې. هغه وایي د ډاکټر د رخصت په وخت کې ماشومان د علاج لپاره نورو ډاکټرانو ته وړل شوي چې ورسره وائرس نور خور شوی دی. بنګش پرون مشال ریډیو ته وویل ډاکټر مظهر په نامه هغه ډاکټر یې نیولی او د وائرس د خورولو پر تور ورباندې په عدالت کې مقدمه روانه ده.

یو پولیس چارواکي مشال ریډیو ته وویل، د سېمې په مسافرخانو کې د بدفعلۍ پېښې هم د دې وائرس د خوریدو یو لامل دی. د وائرس د خورېدو وروسته پولیسو په سیمه کې مساپرخانې بندې کړې دي.

خو د سیند صوبې د ایچ ای وي او اېډز پروګرام مشر سکندر مېمن وایي تراوسه د وائرس خورېدو د لاملونو په اړه کره مالومات نشته، د سند صوبې د روغتیا وزارت ډلې او د اغاخان روغتون پلټونکي په دې کار کوي خو تراوسه کومې اخري نتیجې ته نه دي رسېدلي.

"د ډبلیو ایچ او ډله د مرکزي وزیر په خواست سیند ته راغلې ده، هغه د وائرس سرچینې د مالومولو هڅه کوي، دوی به څلور یا پنځه ورځې په سیمه کې پلټنې کوي او بیا نتیجه مخې ته راځي چې په دې لږه علاقه کې وائرس ولې دومره زیات خور شو."

په ټول پاکستان کې دا مهال له ایچ ایي وي څخه یو لاک او پنځه شپیته زره کسان متاثره شوي دي. له دې جملې پنځه اویا زره په پنجاب، پنځه شپیته زره په سیند او پاتې یې په خېبر پښتونخوا، بلوچستان او ګلګت بلتستان کې دي. ډاکټران وایي له یاد وائرس څخه اغېزمن شوي خلک د وخت په تېریدو سره په ایډز مرض هم اخته کېدلی شي.

XS
SM
MD
LG