د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ دوو پخوانیو افسرانو ته د "جاسوسۍ" په تور سزا


د ارشیف انځور: جنرال اصف غفور په فبرورۍ کې د پوځي افسرانو د نیولو خبر تایید کړی وو
د ارشیف انځور: جنرال اصف غفور په فبرورۍ کې د پوځي افسرانو د نیولو خبر تایید کړی وو

پراګ - د پاکستان پوځ ویلي دي چې دوو پخوانیو لوړپوړو افسرانو او یوه ولسي وګړي ته یې د جاسوسۍ په تور سزاګانې اورولې دي.

د پوځ عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د مې ۳۰مې پر ماخوستن په یوه بیان کې ویلي دي چې د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د پوځي عدالت تر کارروایۍ وروسته د سزاګانو منظوري ورکړې.

په بیان کې راغلي چې پوځي کارروايي له پوځي او د رسمي رازونو ساتنې له قوانینو سره سم، په جلا جلا قضیو کې سرته رسېدلې.

د پوځ بیان وايي، عدالت پخواني جنرال جاوېد اقبال ته ۱۴ کلونو د بند او پخواني برېګېډییر راجا رضوان ته یې د مرګ سزا اورولې.

بیان وايي، عدالت یوه ولسي وګړي ډاکتر وسیم اکرم چې د "حساسې ادارې کارکوونکی" وو، ته هم د مرګ سزا اورولې.

بیان د دې ادارې نوم نه دی یاد کړی خو په پاکستان کې استخباراتي، امنیتي او دفاعي ادارو ته اکثر د حساسو ادارو نوم کارول کېږي.

د ای اېس پي ار بیان زیاتوي چې تورنو کسانو "له بهرنیو استخباراتي ادارو" سره د "پټو معلوماتو" په شریکولو د پاکستان "ملي امنیت زیانمناوه."

پوځ نور تفصیل نه دی ورکړی او دا یې هم نه دي ویلي چې تورنو پوځي افسرانو په کومو کلونو کې دا کار کړی وو، چا ته یې او څه ډول معلومات یې افشا کړي ول او دا چې دا قضیې د هغوی دندې پر مهال پیل شوې دي که وروسته؟

همداراز، د تورنو کسانو د دریځ په اړه هم معلومات نه دي خپاره شوي.

د پوځ ویاند مېجر جنرال اصف غفور د ۲۰۱۹ز کال د فبرورۍ پر ۲۲مه په راولپېنډۍ کې یوې خبري غونډې ته په وینا کې د یادو کسانو د نیولو خبر تایید کړی وو او زیاته کړې یې وه چې درېواړه په جلا، جلا قضیو کې نیول شوي ول.

د پاکستان پوځ خپل اداروي قوانین او عدالتونه لري او د کورټ مارشل یا پوځي عدالتي کارروايي تر تړلو ورونو شاته ترسره کېږي.

پر هر تورن چې جرم زبات شي نو یوازې د پوځي قوانینو اجازې په صورت کې د خپلې سزا ضد غوښتنلیک دایرولای شي.

د پاکستان پوځ وايي، د ادارې دننه یې د احتساب نظام خورا سخت دی.

XS
SM
MD
LG