د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرکټ نړیوال جام: پاکستانۍ لوبډله په ۱۰۵ منډو سوځېده


د انګلستان او وېسټ انډیز لوبه، د ۲۰۱۹ ز کال ۳۰مه مې
د انګلستان او وېسټ انډیز لوبه، د ۲۰۱۹ ز کال ۳۰مه مې

پراګ - نن د مې پر ۳۱مه، د کرکټ نړیوال جام د سیالیو پر دوهمه ورځ د پاکستان او وېسټ انډیز لوبډلې یو بل ته مخامخ شوې.

د لوبې پچه وېسټ انډیز ګټلې وه او بېټینګ یا توپوهنه یې پاکستان ته ورکړه. پاکستان د نهه وکټو په سوځېدو ۱۰۵ منډې جوړې کړې. اوس به له ځنډه پس وېسټ انډیز بېټینګ ته وروځي.

د جون پر لومړۍ نېټه د افغانستان او اسټرالیا لوبډلې سیالي کوي.

د مې پر ۳۰مه، په پرانیستې سیالۍ کې انګلینډ په ۱۰۴ منډو جنوبي افریقا ته ماته ورکړه.

په اوول کې په شوې سیالۍ کې انګلینډ لومړی بیټېنګ وکړ او د اتو لوبغاړو په سوځېدو یې ۳۱۱ منډې جوړې کړې.

د جنوبي افریقا ټول لوبغاړي په ۳۹،۵ اوورونو کې وسوځېدل او یوازې ۲۰۷ منډې یې وکړای شوې.

د نړیوالې اتلولۍ په دې سیالیو کې د پاکستان، افغانستان، هند او انګلینډ په ګډون د ۱۰ هېوادونو لوبډلې ګډون کوي.

د دې هېوادونو مهمو شخصیتونو د مې پر ۲۹مه د نړیوالې اتلولۍ د پرانیستې په غونډه کې د خپلو هېوادونو استازیتوب وکړ.

د سولې نوبېل انعام ګټونکې ملالې یوسفزۍ او ټېسټ کرکټر اظهر علي د پاکستان استازیتوب وکړ.

دا غونډه د برتانیې د بکېنګم ماڼۍ مخې ته وشوه چې پکې شاوخوا ۴،۰۰۰ کسانو ګډون وکړ. د غونډې کوربه د انګلینډ پخوانی کرکټر انډریو فلېنټوف وو.

ملالۍ یوسفزۍ د پاکستان لوبډلې جامې اغوستې وې او غونډې ته یې وینا وکړه.

دا ۴۶ ورځنۍ سیالۍ به د جولای تر ۱۴مې روانې وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG