د ((هارون باچا هنري ګړۍ)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.
د دې اوونۍ په خپرونه کې د پېښور د دوو ځوانو سندرغاړو خبرې اورئ چې د خپل نوي تنظيم په اړه يې کوي.
راشد خان او ظفر اقرار وايي، خپل ملګري سندرغاړي په يوه تنظيم کې، چې د "هنري ټولنې" نوم يې ورته خوښ کړی دی، سره ټولوي چې د هنرمندانو د حقونو لپاره پياوړی غږ پورته کړای شي.
د دوی په خبره، هنرمندانو ته ورپېښې يو شمېر ستونزې يې په ګوته کړي او د حل لپاره به يې تر خپله وسه هڅې وکړي.
د سندرغاړو دا خبرې او څو سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
نښلول
شریک کړئ
خپرونه دلته واورئ
په لاس د مشال راډیو
نښلول
شریک کړئ
کوډ کاپي شوی دی.
دا پته کلېپبورډ ته کاپي شوه
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته
0:00
0:45:46
0:00
د ډاېرېکټ لېنک
-
هارون باچا
هارون باچا د پښتو ژبې نومیالی هنرمند او د مشال راډیو خبریال دی. دی هنري خپرونه "هارون باچا هنري ګړۍ" هم جوړوي.