د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د قمري جنترۍ له مخې وړوکی اختر د جون پر پنځمه اعلان کړ


پراګ ـ د پاکستان د ساينس او ټېکنالوژۍ وزير د مياشتې ليدو د وېبسايټ او د قمري جنترۍ رسمي پرانېسته کړېده چې په وينا يې سږکال به وړوکی اختر د جون پر پنځمه نېټه وي.

فواد چودري د مې پر ۲۶مه نېټه د خبري غونډې پر مهال وېبسايټ او قمري کلېنډر خبريالانو ته وښودل او ویې ويل چې د مياشتې ليدو کلېنډر يې د پاکستان د مختلفو ادارو په مرسته جوړ کړی دی.

نوموړي د کلېنډر له مخې په پاکستان کې د راتلونکو پنځو کلونو د اختر د تاريخونو اعلان وکړ.

هغه زياته کړه:

"موږ وړاندوینه کړې ده چې په پاکستان کې به سږکال اختر د جون پر پنځمه نېټه وي، د راتلونکي کال اختر به د مې پر ۲۴مه، ورپسې به په ۲۰۲۱ کال د مې پر ۱۴مه، بيا به ۲۰۲۲م کال کې د مې پر دریمه، ورپسې به په ۲۰۲۳م کال کې د اپرېل پر ۲۲مه او بيا به په ۲۰۲۴م کال کې د اپرېل پر ۱۰مه اختر وي."

فواد چودري د مې پر شپږمه له هغه وروسته د مياشتې ليدو په اړه د کلېنډر او موبايل اېپليکېشن جوړولو اعلان وکړ کله چې د تېرو کلونو په څېر د پېښور د قاسم علي خان جومات او رويت هلال کمېټۍ ترمنځ د روژې مياشتې د ليدو پرسر لانجه رامنځ ته شوه.

په پاکستان کې د مياشتې په تېره بيا د روژې او اختر مياشتې لېدو په اړه د قاسم علي خان جومات مشر مولانا شهاب الدين پوپلزي او رويت هلال کمېټۍ مشر مولانا منيب الرحمن ترمنځ هرکال لانجه وي.

خو دوی دواړو د ساينس او ټېکنالوژۍ وزير له خوا د کلېنډر او موبايل اېپليکېشن له لارې د مياشتې ليدو د نوښت مخالفت کړی دی.

د فواد چودري تر خبري کانفرنس له مخه د پېښور د قاسم علي خان جومات مشر مولانا شهاب الدين پوپلزي مشال راډیو ته وويل چې دوی د قمري کلېنډر د جوړېدو مخالف نه دي خو د ده په خبره شريعت اجازه نه ورکوي چې د روژې او اختر فيصله دې د کلېنډر پر اساس وشي.

د رويت هلال کمېټۍ مشر مولانا منيب الرحمن هم وار له مخه د کلنېډر او موبايل اېپليکېشن له لارې د روژې او اختر د مياشتې د ليدو مخالفت کړی دی.

خو فواد چودري په خبري غونډه کې وويل چې د هغه په شخصي نظر له دې وروسته پاکستان نور د رويت هلال کمېټۍ شتون ته ضرورت نلري.

نوموړي زياته کړه چې کلېنډر يې وار له مخه پاکستان نظرياتي کونسل ته لېږلی او د مې پر ۲۸مه نېټه به د کابینې غونډې ته وړاندې کړل شي.

XS
SM
MD
LG