د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چین مرستیال ولسمشر پاکستان ته تللی


د چین مرستیال ولسمشر وانګ چی شان
د چین مرستیال ولسمشر وانګ چی شان

اسلام اباد ـ د چین مرستیال ولسمشر وانګ چی شان د مې پر ۲۶مه په درې ورځني رسمي سفر اسلام اباد ته ورسېد. نوموړي ته پر هوايي ډګر د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شا محمود قریشي هرکلی وویلو.

پاکستاني چارواکي وايي، نوموړی به د پاکستان له وزیراعظم عمران خان، ولسمشر ډاکټر عارف علوي او نورو لوړ پوړو حکومتي چارواکو سره ملاقاتونه کوي.

پاکستاني چارواکي دا هم وايي چې د چین مرستیال ولسمشر به په دې سفر کې د مفاهمت یادښتونه هم لاسلیکوي او د ځینو پروژو پرانېسته به هم کوي.

بلخوا د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په یو بیان کې ویلي چې د چین مرستیال ولسمشر به په دې سفر کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړي کولو لپاره د پاکستاني چارواکو سره خبرې کوي.

اسلام اباد ته د چین د مرستیال وزیراعظم د سفر پرمهال سخت امنیتي تدابیر نیول شوي او له نور خان هوايي ډګرنه تر ایوان صدر پورې لاره تړل شوې وه چې له وجې یې د خلکو د روزمره ژوند د اغېزمنېدو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

پاکستان چې دا مهال د سختو اقتصادي بحرانونو سره مخ دی، د پیسو له نړیوال صندوق سربېره د سعودي عرب او چین نه هم مرستو ته لېواله دی.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د روان کال د اپرېل له ۲۵مې تر ۲۹مې د چین په رسمي سفر تللی وو. د دې سفر موخه د یوې کړۍ، یوې لار (One Belt, One Road) په نوم د چینايي پروژو په نړیواله غونډه کې له ګډون سره سره د چین ـ پاکستان اقتصادي لار پر پروژو له چارواکو سره خبرې کول وو.

خو په پاکستان کې د اپوزیشن ګوندونو هغه مهال ویلي وو چې عمران خان له چينه ناکامه ستون شوی دی.

XS
SM
MD
LG