د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه: طالبان له بندیانو سره ناوړه سلوک کوي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

پراګ ـ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت یا یوناما ویلي، د طالبانو په بند کې له پاتې شوو افغانانو سره ناسم چلند شوی چې کېدای شي، د تشدد په زمره کې راشي.

یوناما د مې پر ۲۶مه په یوه بیان کې ویلي، د روزګان ولایت په خاص روزګان کې د طالبانو له بنده خوشې شوو ۵۳ قیدیانو کې یې له ۱۳ سره مرکې کړې دي.

په دغو کسانو کې امنیتي سرتېري، حکومتي چارواکي او ولسي کسان شامل دي چې د اپریل پر ۲۵مه د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې خوشې شوي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی او د یوناما مشر، تدامیچي یاماموتو
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی او د یوناما مشر، تدامیچي یاماموتو

یوناما د طالبانو په قید کې د پاتې شوو کسانو په حواله وايي، طالبانو ځیني بندیان وژلې هم دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی او د یوناما مشر، تدامیچي یاماموتو وایي:

"زه د توقیف خونې د ناسم چلند، شکنجه کولو او ان د ملکي او امنیتي کارکوونکو د غیر قانوني وژنو او همدارنگه په توقیف خونو کې د ناسم وضعیت په تړاو د لګول شویو جدي ادعاوو په اړه، اندېښمن یم."

یوناما وايي، ځینو خوشې شوو کسانو ویلي چې د وهلو ټکولو سره به ترې طالبانو د معلوماتو اخېستو یا د کومې پېښې د منلو غوښتنه کوله او ورته به یې ویل، دا سزا د حکومت د ملاتړ، له امریکایانو سره د کار کولو یا د طالبانو پر ضد د جګړې کولو له وجې ورکوي.

د افغان ولسمشر ویاند هارون چخانسوري
د افغان ولسمشر ویاند هارون چخانسوري

د افغان ولسمشر ویاند هارون چخانسوري په یوې خبري ناسته کې وویل، د طالبانو په ګډون هره ډله چې زندانیان شکنجه او ناوړه چلند ورسره کوي، هېڅ ډول قانون نه مني.

د ده په خبره له زندانیانو سره د طالبانو ناوړه چلند له حقیقته لرې نه‌ دی او افغان حکومت یې هم اندیښمن کړی دی.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم وايي، هر فرد یا ډله چې دا شان کارونه کوي، باید قانوني چلند ورسره وشي.

د دغه کمېسیون اجرائیوي رئيس موسی محمودي د مې پر ۲۶مه وویل، له زندانیانو سره باید، د نړیوالو قوانینو او بشري ارزښتونو د خوندیتوب پر اساس چلند وشي.

دی وايي:

"هر فرد چې دغه کار او دغه تحریک ته اقدام او اجازه ورکوي او یا سکوت کوي او د دغه عمل پر وړاندې اقدامات نه‌کوي، په جرم کې شریک او د ملي او نړیوالو محاکمو تر تعقیب لاندې دي."

خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد دا مسئله رد کړې او له غرضه ډکه یې ګڼلې ده.

XS
SM
MD
LG