د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نرېندرا مودي بیا ټاکنه به د هند او پاکستان پر اړیکو څه اغېز وکړي؟


نرېندرا مودي د انتخاباتو تر ګټلو وروسته
نرېندرا مودي د انتخاباتو تر ګټلو وروسته

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د هند وزیراعظم نرېندرا مودي ته د پارلماني انتخاباتو پر ګټلو مبارکي ویلې او هیله یې ښودلې چې له هغه سره به په ګډه د سولې لپاره کار کوي.

نرېندرا مودي ورته په ځواب کې مننه ویلې او زیاته کړې یې ده چې تل یې په سیمه کې امن ته لومړیتوب ورکړی دی.

پاکستاني وزیراعظم عمران خان د مې پر ۲۳مه له هغه وروسته هندي وزیراعظم نرېندرا مودي ته مبارکي وویله چې د هغه ګوند د هند پارلماني انتخابات وګټل.

عمران خان پر خپله رسمي ټویټر پاڼه لیکلي چې دی د نرېندرا مودي ګوند بارتیا جنتا پارټۍ او د هغوي اتحادیانو ته پر بریالي کېدو مبارکي وايي.

عمران خان زیاته کړې چې دی له نرېندرا مودي سره په شریکه د سیمې د امن لپاره کار کولو ته په تمه دی.

نرېندرا مودي عمران خان ته لیکلي چې زه ستا د نیکو هیلو قدر کوم او ما تل د سیمې امن او پرمختګ ته لومړیتوب ورکړی دی.

د سیاسي او سیمه یزو چارو پوهان وايي ، د انتخاباتي کمپایونو پر وخت ویناوې د هیوادونو له رسمي پالېسیو سره توپیر لري.

لیکوال او شنونکی افراسیاب خټک وايي ، که څه هم نرېندرا مودي تر انتخاباتو وړاندې د پاکستان پرضد موقف خپل کړی وو خو هغسې کول نه د هند او نه د سیمې په ګټه دي.

ده وویل که هند او پاکستان د اړیکو ښه کول او پرمختګ غواړي نو یوازېنۍ لاره یې دا ده چې له یو بل سره خبرې وکړي او خپل منځي ستونزې هوارې کړي.

ده وویل ، “ هند او پاکستان د شنګهای همکارۍ سازمان کې خبرې سره کوي خو په خپل منځ کې هم باید د اقتصادي پرمختګ لپاره سره کښېني.”

افراسیاب خټک وویل دا ځکه ممکنه ده چې نرېندرا مودي د ۲۰۱۴م کال تر انتخاباتو وړاندې سختې خبرې کولې خو بیا یې د وزیراعظمۍ سوګند غوڼدې ته نواز شریف وربللی وو او بیا خپله هم پاکستان ته راغلی وو.

د نړیوالو اړیکو پوه ډاکټر سرفراز خان وايي ، په پاکستان او هند کې چې اوس مهال څه ډول حکومتونه دي له هغوي دا تمه کېدای شي چې خپلمنځي اړیکې به ښه لوري ته بوځي.

خو د ده په وینا په دواړو هیوادونو کې هغه قوتونه قوي دي چې ګټه یې د دې ګاونډیو هیوادونو ترمنځ په کړکېچنو اړیکو کې ده.

ډاکټر سرفراز خان وویل ، “ دواړو غاړو ته پوځ زیات بجټ غواړي. پاکستان کې پوځ وايي له هند څخه د دفاع لپاره موږ ته پېسې په کار دي او دوي د خپل بجټ زیاتولو لپاره جنګي جنون پیدا کوي هم داسې په هند کې پوځ په ځانګړې توګه د پلواما تر پېښه وروسته د نورو وسایلو غوښتنه کړې وه.”

پلواما د هند تر واک لاندې کشمیر هغه سیمه ده چې د ۲۰۱۹م کال د فرورۍ پر ۱۴مه پکې یو ځانمرګي برید لږ تر لږه ۴۴ هندي عسکر وژلي وو.

د هغې پېښې زمه واري پاکستان مېشتې وسله والې ډلې جېش محمد منلې وه. تر هغه وروسته د پاکستان او هند ترمنځ حالات جنګي شوي وو.

هندي وزیراعظم نرېندرا مودي تر هغه برید وروسته په خپل انتخاباتي کمپاین کې ویلي وو چې لومړیتوب یې د هند دفاع کول دي.

نوموړي د کمپاین پر مهال پر ټولنیزو رسنیو له خپل نامه سره د“ چوکیدار” ټکی لیکل هم پیل کړي وو.

په هند کې د ۲۰۱۹م کال د اپرېل له ۱۱مه د عامو انتخاباتو بهیر پیل شوی کوم چې تر اوو پړاوونو وروسته د مې پر ۱۹مه پای ته رسېدلی وو.

د هند د انتخاباتو کمېشن د مې پر ۲۴مه تاید کړه چېد بارتیا جنتا پارټۍ په مشرۍ ملي جمهوري اتحاد د پارلمان له ۵۴۳ چوکیو څخه ۳۴۹ چوکۍ ګټلې دي.

په دې ۳۴۹ چوکیو کې ۳۰۳ د وزیراعظم نرېندرا مودي بارتیا جنتا ګوند ګټلې دي چې ورسره به نوموړی د راتلونکو پځو کالو لپاره د هند وزیراعظم وي.

XS
SM
MD
LG