د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کابل او کوټې جوماتو کې چاودنو یوشمېر وژلي ګڼ ژوبل


کوټه کې پولیس چارواکي وايي چې باروت د مسجد امام تر ممبر لاندې اېښودل شوي ول. ۲۴مې ۲۰۱۹
کوټه کې پولیس چارواکي وايي چې باروت د مسجد امام تر ممبر لاندې اېښودل شوي ول. ۲۴مې ۲۰۱۹

د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې په څنډو کې په یوه جومات کې چاودنه شوې چې پکې د افغانستان وتلی دیني عالم مولوي سمیع الله ریحان پکې وژل شوی او۱۶ تنه نور لمونځ کوونکي پکې ټپیان شوي دي.

دیني عالم مولوي سمېع الله ریحان چې نن د ۲۰۱۹ ز کال د مې پر ۲۴مه بمي چاودنې وواژه
دیني عالم مولوي سمېع الله ریحان چې نن د ۲۰۱۹ ز کال د مې پر ۲۴مه بمي چاودنې وواژه

د افغانستان کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي مشال راډيو ته وویل چې باروت له وړاندې په التقوا جومات کې اېښودل شوي ول.

د نوموړي په خبره، پېښه نن غرمه مهال رامنځ ته شوې ده.

بلخوا د بلوچستان مرکزي ښار کوټې د پښتون اباد سیمې په یوه جومات کې د مې پر ۲۴مه نېټه د جمعې تر لمانځه لږ وړاندې یوې بمي چاودنه شوې ده.

دپولیسو مشر عبدالرزاق چیمه رسنیو ته ویلی چې په پېښه کې درې تنه وژل شوي او ۲۶ نور ژوبل دي.

هغه ویلي چې باروت د مسجد امام تر ممبر لاندې اېښودل شوي ول.

له کوټې د مشال راډیو خبریال وایي، چاودنه په رحمانیه نومې جومات کې شوې ده او زیاتوي چې له پېښې وروسته امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته ورغلي او شواهد راټول یې پيل کړي دی.

د بلوچستان په بېلا بېلو برخو کې په دا ورستیو کې چاودنې او بریدونه زیات شوي دي چې له امله یې د امنیتي سرتېرو په ګډون ولسي وګړي هم په نښه شوي دي.

XS
SM
MD
LG