د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا حکومت او ډاکټرانو ترمنځ لانجه ختمه شوه؟


په خېبر پښتونخوا کې د ډاکټرانو او حکومت ترمنځ د روغتيا په څانګه د اصلاحاتو کولو پرسر رامنځ ته شوې لانجه په ظاهره حل شوې ده.

د مې پر ۲۱ مه نېټه د وزيراعلی محمود خان او ډاکټرانو د استاذيو ترمنځ په مذاکراتو کې دا مسيله حل شوه.

ډاکټرانو د اصلاحاتو پرضد د ټولې صوبې په هسپتالونو کې تر يوې اوونۍ پورې کاربنديز کړی وو چې تر خبرو اترو وروسته ختم شو.

د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د اصلاحاتو پر مختلفو اړخونو باندې د ډاکټرانو اتحاديې مشر ډاکټر امير تاج خان، په صوباي اسمبلۍ کې د تحريک انصاف غړي فهيم احمد او د مشال راډیو خبريال غلام غوث مېلمانه دي.

ايا د خېبر پښتنوخوا صحت څانګه کې د اصلاحاتو لانجهد تل لپاره حل شوه؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:25:34 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG