د لاسرسي ځای

تازه خبر

بروکسل کې د افغانستان سولې په اړه کنفرانس


د سولې عالي شورا ویاند غفور احمد جاوید. عکس له ارشیفه.
د سولې عالي شورا ویاند غفور احمد جاوید. عکس له ارشیفه.

د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د مې پر ۲۲مه د افغانستان سولې په اړه دوه ورځنی کنفرانس پیلېږي.

د افغانستان سولې عالي شورا په یوې خبرپاڼه کې ویلي، دا کنفرانس د اروپا سولې انسټټیوټ لخوا جوړ شوی او د سولې عالي شورا رئیس محمد کریم خلیلي پکې د ګډون لپاره بروکسل ته رسېدلی دی.

د سولې عالي شورا ویاند غفور احمد جاوید مشال راډیو ته وویل، خلیلي به نن دې کنفرانس ته وینا وکړي.

بلخوا د قطر په مرکز دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وايي چې د مې پر ۲۱مه د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رولانډ کوبیا په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره د افغانستان پر روانو حالاتو، له امریکا سره د طالبانو پر مذاکراتو، د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې پر مخنیوي او بشري مرستو خبرې کړې دي.

سهیل شاهین رسنیو ته په یو استولي بیان کې ویلي، د اروپايي ټولنې استازي په‌ دې لیدنه کې د دې ټولنې په استازولۍ د افغانستان په سوله کې د مثبت رول لوبولو ډاډ ورکړ او هیله‌ یې څرګنده کړې چې په راتلونکي کې به هم د طالبانو د سیاسي دفتر سره اړیکو ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG