د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د کرکټ جهاني جام ته خپل ټیم غوره کړ


له ارشیفه د پاکستان کرکټ شورا مشر احسان ماني د خپلې ډلې له کپتان سرفراز احمد سره. د فبرورۍ ۵مه ۲۰۱۹

پاکستان کرکټ بورد د نړیوال کپ کرکټ سیالیو لپاره په پنځلس تني لوبډله کې بدلون کړی او درې لوبغاړي يې پکې شامل کړي دي.

د پاکستان کرکټ بورډ د چیف سیلکټر یا مشرټاکونکي انضمام الحق وینا وه چې دې لوبغاړیو په برتانیا کې شویو مېچونو کې دې لوبغاړو ښه کارکردګي ښودلې نو ځکه يې په ډله کې ورسره اخیستي دي.

په لاهور کې د ګل په ورځ خبري غونډې ته د پاکستان کرکټ بورډ چیف سلېکټر انضمام الحق وویل د دوه زره نولسم کال د کرکټ جهاني جام سیالیو لپاره يې په اعلان شوي لوبډله کې بدلون کړی چې دا رنګ په راتلونکې دې لوبو کې پاکستان ښه کارکردګي وښيي.

نوموړي د دې بدلون په اړه وویل: ''یو ښه دا وشوه چې زموږ شاداب بیرته راغی، دوهم موږ عامر واپس راوستو او آصف علي ښه کارکردګي ښودلې نو آصف علي مو شامل کړو د عابد علي پر ځای، د جنېد پر ځای عامر او د فهیم اشرف پر ځای وهاب ریاض راغلی دی نو دا درې بدلونونه موږ کړي دي.''

د انضمام الحق په خبره په دې پنخلس کسیزه لوبډله کې د کپتان سرفرازاحمد ، امام الحق، فخرزمان، محمد حفیظ، شعیب ملک، بابراعظم، عماد وسیم، شاهین شاه اپرېدی، محمد عامر، وهاب ریاض، حسن علي، محمد حسنېن، اصف علي، حارث سهیل او شاداب خان شامل دي.

مشال راډیو سره خبرو کې په پېښور کې د لوبو تجزیه کار اعجاز احمد وویل پاکستان کرکت لوب ډله د بالنګ اړخ کې کمزورې وه نو ځکه پاکستان کرکټ بورډ دا بدلون وکړو چې ډېر ښه اثر به يې مخې ته راشي.

د نوموړي په خبره: ''د بالنګ اړخ کې د پاکستان لخوا ډېره کمي وه او د پاکستان بېټسمېنانو په هر یو ورځنۍ لوبه کې له درې سوو زیاتې منډې جوړې کړي خو مخالف چې کومه د برتانيې لوبډله وه هغه ډېره ښه ډله ده او هغه ډله زموږ بالرانو نه شو اوټولی، هغوي لوبغاړي نه شو سوزولې او تاسو وګورئ په اتوو او شپږو وکټونو برتانیا میچونه ګټلي دي نو دا اوس چې د پاکستان په لوبډله کې کوم بدلون راغلی. وهاب ریاض يې پکې راوستو, عامر يې پکې راوستو نو له دې سره به اثر پرېوځي ولې چې دواړه تجربه کار بالران دي او له دې سره به د پاکستان چې کومه کمي وه هغه به پوره شي.''

د کرکټ نړیوال کپ لوبې به د مې له دېرشمې نېټې په برتاینا کې شورو کېږي او پاکستان به خپل لومړی مېچ د مي په یودېرشمه له ويسټ انډیز سره کوي.

XS
SM
MD
LG