د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست کې ګڼ مشکوک مجرمان نیول شوي


د خوست د امنیه قوماندانۍ چارواکي وايي، چې د یاد ولایت پولیسو د پنځلسو بیلابیلو قضیو په تور شل کسان، پنځلس میله تفنګچې او کلاشینکوفونه او همدارنګه یوه اندازه نشه يي توکي نیولي دي.

نن د دوشنبې په ورځ د خوست امنیه قوماندان سمونوال سیداحمد بابازي مشال راډیو سره د پولیسو د پنځلس ورځینو فعالیتونو او لاسته راوړنو د شریکولو پر مهال وویل، چې په دې موده کې یوه اندازه پوځي یونفورمونه، لب ټاپ کمپیوټرونه او نور غلا شوي توکي هم د پولیسو لاسته لوېدلي دي.

د ده په وینا، له دې کسانو یو غلا شوی کرولا موټر او یو موټرسایکل هم پولیسو نیولي، چې خپلو اصلي مالکانو ته وسپارل شول.

د خوست امنیه قوماندان زیاتوي:

''په دې موده کې په پنځلسو مختلفو قضیو کې شل نفره مظنونین د قتل، سرقت، مجروحیت، غیر شرعي غوښې خرڅولو او نورو جرمونو په اساس دستګیر او مربوطه څارنوالی ته معرفي شوي دي، چې له نیول شویو کسانو څخه یو عراده کرولا ډوله موټر او یو عراده موټرسایکل هم په لاس راغلی دی، پنځلس میله مختلف النوعه سلاحګانې د تصفیې او تلاشیو په جریان کې د مظنونینو پرته ترلاسه او د ډایاګ مدیریت ته رسماً تسلیم شوي دي.''

سمونوال سیداحمد بابازي دا هم وویل، چې پدې موده کې یوه اندازه نشه يي توکي شیشه، تریاک، الکولي مشروبات او پنځلس کیلو چرس هم د پنځو تورنو سره یو ځای نیول شوي او دا ټول څارنوالی ته ورپېژندل شوي دي.

د خوست پولیس داسې مهال د بیلابیلو جرمونو په تور د مظنونیو او وسلو د نیولو خبر ورکوي، چې په ورته توګه څو ورځې وړاندې ۵۹ میله نوره وسله هم پولیسو په رسمي ډول ډایاګ یا د بې وسلې کولو پروګرام ته سپارلې وه.

XS
SM
MD
LG