د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: یوه داعش کورنۍ ملي امنیت ته تسلیم شوې


په ننګرهار کې د داعش ډلې یوه ۱۴ کسیزه کورنۍ تسلیمېدل. عکس له ارشیفه
په ننګرهار کې د داعش ډلې یوه ۱۴ کسیزه کورنۍ تسلیمېدل. عکس له ارشیفه

د ننګرهار چارواکي وايي چې د داعش ډلې يوه ۱۴کسیزه کورنۍ چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي او د پاکستان له پنجاب سره تعلق لري، ملي امنیت ته تسليم شوې. او تر څنګ يې د يوه داعش په ګډون نهه تنه وسله وال طالبان نیولي دي.

د ننګرهار ملي امنیت ته تسليم شوې دا ۱۴ کسیزه کورنۍ چې درې مېرمنې او پينځه ماشومان هم په کې دي د پنجاب د لاهور اوسېدونکي دي.

د دې کورنې مشر محمد عمران وايي، له تیر یونیم کال راهیسې د یو افغان په مرسته د تورخم له لاري د ننګرهار اچين ولسوالۍ مامند درې ته راغلي او هلته يې د داعش په ليکو کي فعالیت کاوه.

نوموړی وړاندې وايي: "ما خو نه کوم ټریننګ کړی و او نه مې په جنګ کې برخه اخیستې وه، ځکه چې دلته راغلم، نو زما یو عادت دی چې د يوه مسلک په اړه اول څېړنه کوم، صحیح دی که غلط. موږ ولیدل چې د هغوی ماحول، د هغوی سیستم اسلامي نه و، د کومو چې هغوی دعوه کوله."

عثمان چې د محمد عمران زوی دی، رسنو ته وویل: " له ده سره یو افغان و چې علي نومیده. هغه هلته اوسېدو. هغه به هم لمونځ ته جومات ته راتلو. زه خو ډېر جومات ته نه تلم، خو زما پلار به پینځه وخته لمونځ په جمع کولو، هغه به مې پلار ته د جهاد خبرې کولې او ورته به يې ویل چې هلته کفري نظام دی."

بلخوا د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل په همدې موخه جوړشوي خبري کنفرانس ته په وینا کي وویل پر دې سربېره د ملي امنیت ځواکونو د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کي د یوه داعش په ګډون نهه تنه وسله وال مخالفین له وسلو او مهماتو سره یو ځای نيولي: "اته کسه طالبان سره د وسلو نيول شوي دي. تېره اوونۍ چې په جلال اباد کې پرلپسې چاودنې وشوې، په همغه شپه باندې په یوه سرای کې ۳۱۳۶ کیلو ګرامه انفجاریه مواد چې هغه امونيم نایټريټ او سوډيم دي چې دا يو ځای کېږي او بیا ترې بمونه جوړېږي، د درې کسو په شمول يو تن پاکستانی چې په همدې سرای کې يې کار کولو هغه يې په تړاو نیول شوی."

والي زیاتوي چې له تېرو یو کال راهیسې د ملي امنیت ځواکونو ۶۷۵ تنه د بېلابېلو ترهګري جرمنو په تور نیولي او د قانون منګولو ته يې سپارلي دي.

XS
SM
MD
LG