د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا ۵۰ پاکستانیان اېستلي


د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي د امريکا لخوا ډي پورټ کړې شوي پنځوس پاکستانيان په چارشنبه اسلام اباد ته رسېدلي دي.

د زيارت په ورځ اونيزې خبري غونډې ته د پاکستان بهرنيو چارو وزارت وياند ډاکټر محمد فیصل وويل حکومت به يې یوازې هغه کسان قبلوي چې د پاکستان وګړي وي او د کورنيو چارو وزارت يې تصديق وکړي.

د نوموړي وينا وه د امريکا لخوا د پاکستاني وګړيو د شړلو (ډي پورټېدو) مسله د دواړو ملکونو په ايجنډا کې له تېر څه وخته شامله ده. د اسلام اباد دريځ په دې هکله ډير واضحه دې چې صرف هغه کسان به قبلوي چې تر ټاکلې مودې یې زيات وخت په امريکا کې تېر کړی وي او بله دا چې حکومت د دغه کسانو تصديق وکړ چې واقعي دوی پاکستانیان دي.

دا پاکستانيان په داسې حال کې خپل ملک ته استولې شوي دي چې په دا وروستيو کې امريکا پاکستان د هغو لسو هيوادونو په نوملړ کې شامل کړو چې ويزې ورکولو پحقله يې پرې بنديزونه لګولې دي. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ترمخه د دې بنديزونو باوجود په اسلام اباد کې د امريکا په سفارتخانه کې اړونده څانګه بېا هم کار کوي.

پخوانې سفير او د باهرنيو چارو پوه اصف دراني وايي د ېو تن تصديق کول چې واقعي پاکستان سره تعلق لري او که نه په دې وخت لګېږي خو دې سره سره امريکا له هم پکار دي چې که څوک ډي پورټ کوي نو ړومبې دې د پاکستان کونسلګرۍ ته دغه کسانو پورې رسايي ورکوي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي د مې په ۱۴ د قامي اسمبلۍ د خارجه چارو لپاره قايمه کمېټۍ ته ويلي وو امريکا لخوا په ويزه ورکولو لګيدونکې محدود بنديزونه د عامو وګړو لپاره نه بلکې د داخله چارو وزارت د درېو افسرانو لپاره دي.

د نوموړي وينا وه د یاد وزارت په افسرانو دا بنديزونه ځکه لګول شوي دي چې د امريکا لخوا شړل شویو غیرقانوني پاکستانيانو قبلولو کې دوی له ځنډه کار واخیستو. بلخوا د پاکستان داخله چارو وزارت دريځ لري، د داسې وګړيو تر قبلولو وړاندې د قانون مطابق د دوی د کره شناخت پکار وي نو ځکه پرې وخت لګېږي.

د ۲۰۱۸م کال په فېبرورۍ مياشت کې پارليمان ته وړاندې کړې شويو شمېرو ترمخه چې ۲۰۱۵ نه تر ۲۰۱۷ کال پورې د نړۍ له مختلفو ملکونو څخه نېږدې نوي زره پاکستانيان ډي پورټ کړې شوي دي.

XS
SM
MD
LG