د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان حکومت د تورو پیسو سپینولو قانون راوړ


له ارشیفه
د پاکستان وزیر اعظم عمران د مومندو بند پرانستلو مهال. د مې دوهمه ۲۰۱۹
له ارشیفه د پاکستان وزیر اعظم عمران د مومندو بند پرانستلو مهال. د مې دوهمه ۲۰۱۹

د پاکستان وفاقي کابينې د تورو پیسو سپینولو قانون(ټيکس ايمنسټي سکيم) منظور کړ چې له مخې به یې بې نومه جايدادونه په قانوني چوکاټ راولي.

د نهې په ورځ د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ کې د وفاقي کابينې په غونډه کې د مالیې بښلو قانون غونډې پس له خبریالانو سره په خبرو کې د هغه د خزانې سلاکار ډاکټر عبد الحفيظ شېخ په دې اړه وویل، د سرکاري نوکرانو پرته هر پاکستانی وګړی کولی شي چې د سږني کال تر دېرشم جون پورې له دې سکيمه ګټه پورته کړي او د څلور فيصده مالیې (ټيکس) په ورکولو سره خپلې تورې پيسې سپينولی شي.

یو کال وړاندې د دوی حکومت د تورو پیسو سپینولو قانون (ټېکس امنسټي سکيم) راوړ نو هغه وخت دا د ملک لپاره ډېر خراب وو خو نن چې دوی اعلان کړو نو دا اوس د ملک لپاره ښه دی.
شاهد خاقان عباسي

د نوموړي وينا وه دې سکيم بنیادي مقصد دا نه دی چې ټيکس راجمع کړو او نه يې تر شا دا فلسفه ده چې خلک و وېروو، بلکې زموږ مقصد دا دی چې کاروباري طبقه دې ته وهڅوو چې له سکيمه د ګټې په پورته کولو سره دې خپل بې نومه جايدادونو ته قانوني شکل ورکړو. له دې سره سره بهر ملک ته وړل شوې پيسې که څوک سپينول غواړي نو څلور فيصده ټيکس به ورکوي او پاتې پيسې به د پاکستان په بانکونو کې په خپل اکاونټ کې ږدي او که څوک پاکستان ته خپلې پيسې نه راوړل غواړي نو له څلور فيصده سره دوه فيصده نور ټيکس به پرې ورکوي تر ديرشم جون پورې که چا له دې سکيمه ګټه پورته نه کړه نو بيا به د ذمه دارو پرضد د قانون مطابق د کاروايی په کولو سره حکومت به يې نه یوازې جايدادونه ضبطوې بلکې جيل ته به هم ليږل کېږي.

بلخوا اپوزيشن ګوندونو د حکومت په دې نوي سکيم نيوکې کړي او وينا يې ده عمران خان هغه ټول کارونه اوس په خپله کوي چې په تېرو وختونو کې به يې ورته بد ويل.

د مسلم ليګ ن پارليماني استازي او پخواني وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په اسلام اباد کې خبري غوندې ته وويل کله چې یو کال وړاندې د دوی حکومت د تورو پیسو سپینولو قانون (ټېکس امنسټي سکيم) راوړ نو هغه وخت دا د ملک لپاره ډېر خراب وو خو نن چې دوی اعلان کړو نو دا اوس د ملک لپاره ښه دی. د هغه وینا وه چې وزيراعظم عمران خان خپلو خپلوانو او اهلکارانو ته موقعه ورکول غواړي چې په درغلیو او کرپشن ګټلې پيسې پاکې کړي.

پاکستان مسلم ليګ ن ګوند هم په خپل تېر حکومت کې تر ورته سکيم لاندې نږدې سل اربه روپۍ راټولې کړې وي چې پکې تر شپږ دېرش اربه زيات د غېر ملکي جايدادونو په مد کې او تر یوشپېته اربه زيات په پاکستان کې موجود بې نومه جايدادونو په مد کې راجمع کړل شوې وي.

د مسلم ليګ ن په ټېکس امنسټي سکيم عمران خان نيوکې په کولو سره ويلي و چې حکمرانان د خپلو ګټو لپاره دا قسمه سکيمونه مخې ته راوړي.

XS
SM
MD
LG