د لاسرسي ځای

تازه خبر

قرېشي: ترهګر کامیابېدو ته نه پريږدو


شاه محمود قرېشي
شاه محمود قرېشي

په پاکستان کې چارواکي وايي د ترهګرۍ وروستئ پېښې د دغه هېواد او چين ترمنځ روانې اقتصادي راهدارۍ پروژې له وجې دې.

هغه زياته کړه: ((د ترهګرۍ چې تاسي کومې نوې پېښې ليدلې دي نو زه به یې په اړه درته ووايم چې ډېر داسې قوتونه شته دی چې د چين سره د پاکستان اقتصادي راهدارۍ پروژه يې نه ده خوښه. د دې نوې منصوبې مقصد دسيمه ييز تړاو دی. نو ځينو قوتونه وخت په وخت دې ته خنډونه جوړوي. خو موږ به يې مقابله کوو. قوم د دې مقابله کړې ده.))

دې حکومت ته حکومت کول دومره اسانه شوي دي چې د ترهګرۍ پروا نه کوي.
شاهد خاقان عباسي

په تېرو دريو مياشتو کې په لاهور، بلوچستان او قبايلي ضلعو کې خوا او شا اته بريدونه شوي دي. په دې کې ډېر زيان په بلوچستان کې پر امنيتي ځواکونو او شيعه هزاره وو شووو حملو کې اوښتی دی. په دې حملو کې د ځينو ذمه واري تحريک طالبان پاکستان او د ځينو بلوڅ ازادۍ غوښتونکو ډلو منلې ده.

د پاکستان او چين اقتصادي راهدارۍ پروژه د ۶۴ اربه ډالرو منصوبه ده چې په بېلابېلو برخو یې بلوڅ بېلتون پالو ډلو بريدونه کړي دي.

د اپوزېشن ګوند، مسلم لېګ (ن) يو مشر او د قامي اسمبلۍ غړي، شاهد خاقان عباسي د مې په ۱۵مه په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل چې حکومت دې مطبوعاتو سره د خبرو پر ځای د قام استازو ته واضحه کړي چې ولې د ترهګرۍ د پېښو په مخنيوي کې ناکامه دی.

هغه زياته کړه: ((حکومت تکليف نه دی کړی چې پر دې پېښو خبرې وکړي. موږ اوس له حکومته غوښتي چې قامي اسمبلۍ ته راشي او د ترهګرۍ د وروستيوو پېښو په اړه بحث وکړي. د قانون ترمخه بايد په څوارلس ورځو کې داسې اجلاس وشي خو که حکومت ته د ترهګرۍ د پېښو څه پروا وي يا د چين اقتصادي راهدارۍ پروژې غم ورسره وي، نو د څوارلسو ورځو انتظار دې نه کوي. موږ مخکې هم ورته ويلي دي چې پر دې مسايلو بايد بحث وشي.))

کله چې يوه وسله واله ډله بريد وکړي او پکې کاميابه شي نو بله ډله حملې ته وهڅوي. د هغوی همت ورزيات کړي
رحيم الله يوسفزی

د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي د مې په ۱۳مه په قامي اسمبلۍ کې ويلي وو چې د چين – اقتصادي راهدارۍ منصوبه به ناکامېدو ته پرېنږدي.

خو د سياسي امنيتي چارو پوه، رحيم الله يوسفزی وایي د ترهګرۍ مسله په يوې پروژې پورې محدوده نه ده.

هغه مشال راډيو ته وويل چې په پاکستان کې له څه مودې راهیسې د ارامۍ په وخت کې وسله والو ځانونه قوي کړی دی. ((که طالبان دي او که نور تنظيمونه، زور، وسله وال او وسايل يې زيات شوي دي. بله خبره دا ده چې زموږ ادارې ښايي ډېرې مطمينې وي چې اوس يې حالات کنټرولې کړي دي. داسې ښکاېدل چې دوی زيات پام ناکاوه ځکه چې فکر يې کاوه چې حملې کمې شوې دي. دوی تيار نه وو.))

XS
SM
MD
LG