د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خادم حسېن رضوي ضمانت منظور شو


مولانا خادم حسېن رضوي
مولانا خادم حسېن رضوي

د لاهور هايي کورټ د تحريک لبېک تنظيم مشر او سختدريځه اسلامپاله مولانا خادم حسېن رضوي او د هغه مرستيال پير افضل قادري ضمانت منظور کړی دی.

د نوموړو وکيل محمد عارف اعوان رويټرز خبري اژانس ته ويلي چې پر رضوي او قادري د ترهګرۍ او تشد پارونې تورونه وو چې د مې په ۱۴مه يې ضمانت ومنل شو.

دغه دوه کسان تېر کال له هغې وروسته ونيول شول چې د يوې عیسايي مېرمنې، اسيه بي بي د خوشې کېدو پر ضد يې د زرګونو پلويانو د مشرۍ په کولو سره مظاهرې پېل کړي.

پر اسیه بي بي د مذهب د سپکاوي تور وو او همدې کبله قېد کړل شوې وه. خو تېر کال سپريم کورټ په يوه پرېکړه کې وويل چې پر هغې لګېدلي تورونه بې بنياده دي او د مذهب سپکاوی یې نه دی کړی. له همدې کبله نوموړې خوشې شوه.

د پاکستان د آيين تر مخه د مذهب سپکاوي کونکي ته سزا ورکول کيدای شي. اسیه بي بي له جېله تر خوشي کېدو وروسته په يو نامالوم ځای کې ساتل شوې وه. هغه تېره هفته له پاکستانه وتلې او د رپورټونو ترمخه کينېډا ته تللې ده.

د رويټرز خبري اژانس تر مخه، د تحريک لبېک غړو د سپريم کورټ هغو قاضيانو ته ګواښونه کړي وو چې د اسيه بي بي د پرېښودو پرېکړه يې کړې وه. دوی آن د دغو قاضيانو له ملازمينو غوښتي وو چې ودې يې وژني. دوی همداراز د پوځ د مشر خلاف په بيانونو کې ويلي وو چې هغه بايد له دندې ليري شي.

رويټرز خبري اژانس ليکلي چې په پاکستان کې پر پوځ نيوکې عادي خبره نه ده نو ځکه د تحريک لبېک د دغو خبرو تصور نه شو کېدلی. د اژانس په وېنا پوځ هم داسې وېناوې نه برداشتوي.

د مولانا خادم حسېن رضوي تر نيول کېدو وروسته د هغه پلويانو او پوليسو په لاهور کې نښتې کړې وي. رويټرز خبري اژانس ليکلي چې په دې نښتو کې پنځه کسان زخميان شوي وو. چارواکو د دې پړه پر رضوي اچولې وه او ويلې يې وو چې هغه خلک تشدد ته پارولي وو.

تحريک لبېک پاکستان له هغه تحريک څخه زيږيدلی چې د پنجاب ګورنر سلمان تاثير د وژونکي، ممتاز قادري په ملاتړ کې پېل شوی وو. ممتاز قادري د تاثير ساتونکی وو خو هغه یې په ۲۰۱۱ کال کې له دې کبله وواژه چې نوموړي د اسيه بي بي د خوشې کولو خبره کوله.

XS
SM
MD
LG