د افغانستان او متحده ایالاتو حکومتونو په سېشنبه د مې پر ۱۵مه نېټه له کابل حکومت سره په ولسي برخه کې کېدونکیو امریکايي مرستو ته بیا کتنه په یوه ګډه غونډه کې پیل کړې.
د مرکزي او جنوبي اسیا لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزیر مرستیالې الیس ولز او د افغان حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د بیا کتنې په دغه غونډه ګې ګډون درلود چې د روانې میاشتې ترپایه به یې بهیر ترسره شي.
له ارګه رسنیو ته په استولې خبرپانه کې راغلي چې د ولسي مرستو ګډه بیا-کتنه، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په غوښتنه چې امریکا یې ملاتړ وکړ ترسره کېږي چې پر ستراتیژیکو پایلو، د ګډ حکومت له پرمختیایي لومړیتوبونو سره پر همغږۍ، او د ستونزو او بریاوو په ګوته کولو باندې راڅرخي .
د دې بیاکتنې له مخې د روڼتیا او په افغانستان کې د متحده ایالاتو د غیر نظامي مرستو لومړیتوب ټاکلو، د افغانستان د بنسټونو او د خلکو هوساینې او ودې په برخو کې ملاتړ کوي او دواړه اړخونه پر دې هوکړه کړې چې د امریکا ملکي مرستې باید د افغانستان له خلکو سره د ملاتړ او د ځان-بسیاینې د پیاوړتیا لپاره دوام پیدا کړي.
متحده ایالات د افغانستان حکومت سره په همغږۍ، د روغتیا، پوهنې، اقتصادي ودې، انرژۍ، زیربنا سکټورونو همداشان د بشردوستانه او د کلتوري میراثونو د ساتنې په برخو کې غیر نظامي مرستې برابروي. په افغانستان کې د متحده ایالاتو پانګونه به د افغانستان اقتصادي رفاه سره د ملاتړ لپاره د نړیوالې ټولنې د هڅو په چوکاټ کې تر سره کیږي.
متحده ایالات او افغانستان د افغانانو د ځان بساینې د پرمختګ په بهېر کې خپلو نږدې ملګرتیا ته دوام ورکوي.