د لاسرسي ځای

تازه خبر

بې تجربې حکومت غریبان خودکشۍ ته اړ کړي: احسن اقبال


د پاکستان مسلم ليګ ن پارلېماني استازي احسن اقبال

د پاکستان اپوزيشن ګوندونو له حکومته غوښتنه کړې چې د پېسو نړيوال صندوق (ای اېم اېف) سره پر کړي تړون پارلېمان پوه کړي. بلخوا حکومت وايي د تېرو حکومتونو د خرابو معاشي پاليسيانو لوجې له ای ايم ايف څخه پور اخیستو ته اړ دي.

د پاکستان مسلم ليګ ن پارلېماني استازي احسن اقبال مشال راډيو ته وويل که تحريک انصاف د خپل حکومت په ړومبۍ درېوو مياشتو کې ای اېم اېف سره معاملاتو ته حتمي شکل ورکړی وی نو په ډېرو ښه شرطونو يې ترې قرضه اخیستلی شوه.

د نوموړي وينا وه حکومت د خپلې ناتجربه کارۍ او ناپوهۍ سزا شل کروړه ولس ته ورکوي که حکومت اراده لرله چې له ای اېم ايفه به قرضه اخلي نو ولې يې له دومره ځنډه کار واخیستو. یاده اداره ورته اوس په ډېرو خرابو شرطونو قرضه ورکوي او د دې پېکج ترلاسه کولو وروستو په ملک کې به په ګراني او بې روزګارۍ کې نوره هم اضافه کېږي، د بجلۍ او ګېس نرخونه زياتېدو لوجې له کورنيو صارفينو سره سره صنعتي څانګه به ډېره ځپل کېږي. عمران خان چې دا به يې ويل خودکشي به وکړي خو له ای اېم ايفه به قرضه وانخلي نو نن هغه د دې پېکج لوجې غريبان په خودکشۍ مجبورا کړل.

ناز بلوڅ د پیپلز پارټۍ پارلېماني غړې
ناز بلوڅ د پیپلز پارټۍ پارلېماني غړې

د پاکستان پيپلز ګوند پارليماني استازې ناز بلوچ وايي حکومت د وړاندې څخه د هرشي نرخونه زيات کړي دي او له ای ايم اېفه پور اخستو ورستو په ملک کې به د ګرانۍ شرح نوره هم زياتېږي.

د نوموړې وينا وه په ملک کې دومره ګراني کولو ورستو حکومت د ای ايم ايف سره رابطه وکړه او ېاده اداره ورته اوس په خپلو شرطونو قرضه ورکوي چې سبسیډي ختمولو سره سره د تېلو، ګېس او بجلۍ نرخونه به زياتوي نو د دې قرضې بوج خو به نيغ په نيغه پر ولس پرېوځي او دا شپږ اربه ډالر به ولس د زياتو ټېکسونو او د هر شي نرخونه زياتېدو په صورت کې واپس ورکوي نو تحريک انصاف ګوند به چې قرضه اخستو ته بد ويل نن يې په خپله اخلي.

د پېسو نړيوال صندوق د مې په دولسمه په خپل خپور کړي بيان کې ويلي و پاکستان ته د يو درې کلن پلان په ترڅ کې د شپږ اربه ډالرو په ورکړې سلا شوی دی. د دې پېسو ورکړه به د دغې ادارې د غړو او ملګرو ملکونو د مالي ژمنو د ترسره کولو پر بنیاد کېږي.

د جميعت علماء اسلام فضل الرحمن ډلې پارليماني استازې اسد محمود وايي حکومت ای اېم اېف سره کارکونکې کسان د مهمو ادارو مشران ولګول کوم چې دې ملک سره زياتې دې.

د نوموړي وينا وه تحريک انصاف ګوند د انتخاباتو وړاندې دا ويلې و چې په واک کې د راتللو ورستو ای ايم ايف نه به قرضه نه اخلي خو نن ورسره د قرض لپاره مذاکرات کوي او د پاکستان هغه ادارې چې ای اېم اېف سره يې مذاکراتو کې برخه اخستل ضروري و حکومت د هغې مشران ای ايم ايف سره کارکونکي خلک ولګول نو دا خبره د منلو وړ نه ده چې د پاکستان حکومت له ای اېم اېف سره مذاکرات کوي بلکې دا مذاکرات په اصل کې ای اېم اېف له ای اېم اېف سره کوي.

د تحريک انصاف پارلېماني غړی اقبال اپرېدی
د تحريک انصاف پارلېماني غړی اقبال اپرېدی

د واکمن تحريک انصاف پارلېماني استازی اقبال اپرېدی وايي حکومت يې له ړومبۍ ورځې دا کوښښ وو چې له ملګريو ملکونو نه مالي مرسته ترلاسه کړي چې ای اېم اېف ته د تللو ضرورت ورته راپيښ نشي خو تيرو حکومتونو په ملک د قرضو دومره بوج اچولی چې مجبورا حکومت د یادې ادارې سره رابطه وکړه.

د نوموړي وينا وه اپوزيشن ګوندونه خو د هر ښه کار مخالفت کوي عمران خان ملکي معيشت ښه کولو لپاره ځيني سختې فېصلې کړي چې ګته به يې په راتلونکې کې راوځي دا وخت په ملک کې ګراني له هم دې وجې ده چې حکومت غواړي چې په مختلفو شېانو سبسډي کمه کړي چې ملک په خپلو خپو ودريږي او باهر نه نوره قرضه اخستو ضرورت راته راپيښ نشي.

د اقبال اپريدي په وينا اپوزيشن ګوندونه دريز لري چې حکومت د ای اېم اېف کسان په مختلفو څوکيو تعينات کړي دي نو دې کې هيڅ رښتياوالې نشته بلکه هغه پاکستانيان چې د نړۍ په نورو ملکونو کې په ښه عهدو کار کولو حکومت هغوب ته موقعه ورکړه چې راشئ او ملک له معاشي بحرانه وباسئ.

د یادونې ده چې پاکستان په مجموعي توګه په نولسم ځل او په تېرو دېرشو کلونو کې په ديارلسم ځل له ای اېم اېفه پور اخلي.

XS
SM
MD
LG