د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د افغان سربازانو کورنیو لپاره نوی ښارګوټی ودانېږي


جلال اباد کې د نوي ښارګوټي ابادولو پرانسته وشوه. ۱۲م مې ۲۰۱۹
جلال اباد کې د نوي ښارګوټي ابادولو پرانسته وشوه. ۱۲م مې ۲۰۱۹

د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار کې د شهیدانو په نوم ښارګوټي د مې پر دولسمه نېټه پرانستل شو.

په دې ښارګوټي کې به هغو کسانو ته د کورونو لپاره پلاټونه ورکول کېږي چې په ملي امنیتي ځواکو نو کې د دندو پر مهال وژل شوي ول. چارواکي وايي، په ښارګوټي کې به ډېر ژر زېربینايي کارونو پیل کړي.

دا ښار ګوټی د جلال اباد ښار اتمې ناحيې اړوند بحر اباد سيمه کې پرانستل شو. د ننګرهار چارواکي وايې په ملي پولیسو ، ملي پوځ او ملي امنیت کې د ۱۳۸۴ نه تر ۱۳۹۴ پورې د هغو سرتېرو وارثینو ته چې د دندې پر مهال وژل شوي ول، په دغه ښارګوټي کې ورته ۱۲۰۰ نمري وويشل کېږي.

د جلال اباد ښاروال ریاض الله درمل وايي چې د بوديجې له منظورېدو سره سم به په دې ښارګوټي کې زېربینايي کارونه پیلوي: ''موږ سږکال په خپل پلان کې نیولي چې د بحر اباد د شهیدانو د ورثاوو ښارګوټي ته به د هغوی اساسي زېربیناوې چې سرک او ویالې دي، هغه به ورته جوړېږي، څنګه چې بودیجه منظوره شوه، ژر تر ژره کار پرې شروع کوو.''

د ښارګوټي له پرانستې سره سم پر یو شمېر وارثنیو د ځمکې د ملکيت سندونه وویشل شول، خو په جنګ کې د یوه وژل شوي سرتېري یو تن وارث وايي چې حکومت يوازې د ځمکې سندونه ورکوي، خو ځمکه په واک کې نه ورکوي: ''اسناد يې ورکړي، خو هغې خلکو ته دوی نن او سبا وعدې ورکوي خو چا ته يې ځمکه نه ده ورکړې.''

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د ښارګوټي د پرانستې پر مهال وویل چې په دغه ښارګوټي کې ځینې کسانو د يو شمیر دولتي کسانو په مرسته په سلګونه نمرې غصب کړي چې پروړاندې به يې جدي اقدامات تر سره شي: ''په دې ښارګوتي کې درې څلور سوه نمرې یو څه مشکل لري او هغه مشکل يې غیر قانوني دی. بعضې کسان د دولتي ادارو سره شاید جوړ جاړی ولري او غصب وکړي. امر صاحب د امنیت دلته شته، ما ورته هدایت ورکړل چې خپله خط اندازي شروع کړي.''

دی زیاتوي چې تر دې وړاندې هم د روداتو ولسوالۍ اړوند پولیسو ښارګوټي کې د وژل شويو سر تېرو په وارثینو دوه زره نمرې ويشل شوي دي. خو د سرتېرو وارثین بیا وايي چې حکومت خو ورته د نمرو اسناد ورکړي، خو ځمکه يې په واک کې نه ده ورکړې.

XS
SM
MD
LG