د پاکستان قامي اسمبلۍ په متفقه توګه ۲۶م ايني ترميم منظور کړی چې پکې د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ او قامي اسمبلۍ کې د قبايلي ضلعو د څوکيو زياتولو غوښتنه شوې ده.
د مې پر ۱۳ م نېټه د رایو تر اچونې وروسته د قامي اسمبلۍ سپيکر اسد قيصر اعلان وکړ چې ترميم په غوڅ اکثريت منظور شوی چې په حق کې يې ۲۸۸ رايې ورکړل شوې دي.
قانون به اوس د منظورۍ لپاره سېنټ غونډې ته وړاندې کېږي او که چرته منظور شو نو د ولسمشر تر لاسليکولو وروسته به د پاکستان د اساسي قانون رسمي برخه شي.
په ۲۶ م اييني ترميم چې په قامي اسمبلۍ د شمالي وزيرستان استاذي محسن داوړ وړاندې کړی غوښتنه شوې چې د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې دې د قبايلي ضلعو څوکۍ له ۲۱ څخه ۳۰ او د قامي اسمبلۍ څوکۍ دې له شپږو څخه دوولس کړل شي.
د قامي اسمبلۍ په غونډه کې د پاکستان وزيراعظم عمران خان هم ګډون وکړ او پر دې مهال يې په خپله وينا کې پر صوبو ږغ وکړ چې له ژمنې سره سم دې د قبايلي ضلعو د پرمختيا لپاره درې فيصده رقم چې سل اربه جوړېږي ورکړي.
تر دې وړاندې د پاکستان پخواني وزيراعظم او د مسلم ليګ ن يو مشر شاهد خاقان عباسي په خپله وينا کې د اييني ترميم ملاتړ وکړ او ویې ويل چې بايد د قانون له منظورېدو سره سم د قبايلي ضلعو د جولايي دوهمې صوبايي انتخابات دې وځنډول شي او په شپږو مياشتو کې دننه دې دغه ټاکنې وشي.