د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل کې چاودنه شوې


پراګ ـ چارواکي وايي، د افغانستان د پلازمېنې کابل په دارالامان سیمه کې چاودنه شوې.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي چې چاودنه د مې پر ۱۲مه مازیګر مهال، د یوه مقناطیسي بم له کبله شوې چې یوه ګاډي پورې نښلول شوی وو.

په پېښه کې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته.

په کابل کې د مې پر اتمه وسله والو طالبانو د کاونټر پارټ په نوم په یوې امریکایۍ موسسې برید کړی وو چې څو ساعته یې دوام وکړ.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي د مې پر اتمه ویلي ول چې پر کاونټر پارټ موسسه حمله کې ټول پنځه بريدګر وژل شوي ول.

رحيمي وروسته يوې خبري غونډې ته په وینا کې وويل چې په هغه حمله کې پنځه کسان وژل شوي او د یو بهرني په ګډون ۲۴ ټپيان ول.

د رحيمي په وینا، پر کاونټر پارټ موسسې د برید پر مهال، امنیتي سرتېرو تر ۲۰۰ زيات کسان وژغورل.

د افغان ولسمشر، امریکا او ملګرو ملتونو په ګډون یو شمېر هیوادونو او سازمانونو د مې اتمې برید غندنه کړې وه.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

د خرو له څرمنې درمل جوړېږي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:59 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG