د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: په بې وزلو کورنیو کې خوراکي توکي ويشل کېږي


په ننګرهار کې خوراکي توکې ویشل شوي.
په ننګرهار کې خوراکي توکې ویشل شوي.

د افغانستان په ننګرهار ولایت کې څلور نیم زره بې وزله کورنیو سره د سعودي عربستان په مرسته د یو میلیون ډالروپه ارزښت د خوراکو توکو د مرستو د وېش لړۍ پیل شوه. چارواکي له دې مرستو خوشاله دي خو وايي، په کار ده چې سعودي نوري بنیادي مرستې هم به افغانستان کې وکړي.

له بې وزله کورنيو سره د خوراکي توکو د مرستو د وېش دا لړۍ د شنبې په ورځ پیل شوه چې تر دوشنبې پورې به دوام ولري. د ننګرهار چارواکي وايي چې دا مرستې د افغانستان د کډوالو چارو وزارت په هڅو په سعودي عربستان کې د ملک سلمان خیریه بسټ چمتو کړي دي.

د مرستو د وېش پر مهال د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل رسنیو ته وویل: "د روژې په مبارکه میاشت کې دا په موږ تولو باندې فرض دي چې له خپلو هېوادوالو سره، له خپلو ګاونډيانو سره چې محتاج وي، کمک وکړو. د سعودي عربستان د ملک سلمان د بنسټ لخوا تقربیاً څلور نيم زره کورنيو ته په ننګرهار کې هغو مستحقو کسانو ته چې لستونه يې له مخکې نه ترتیب شوي ول، خوراکي توکي توزیع کېږي."

هغه بې وزله مېرمنې چې له مرستو برخمنې شوې وې، خوشاله وې خو د نورو مرستو غوښتنې يې هم کولې. یوې مېرمنې مشال راډيو سره په خبرو کې وویل: "موږ له دوی نه ډېر خوشاله یوو چې زموږ د غریبانو غږ اوري او موږ غریبانو سره کمک کوي. زما سړی د اعصابو تکلیف لري. لیونی دی، کله يې په زنځیرونو تړو او کله يې په شفاخانه کې بستروو. نو موږ غواړو چې موږ سره تل خپله مرسته جاري وساتي."

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د ټولنېرو چارو سلاکار حیات الله سباوون د سعودي عربستان د ملک سلمان څخه مننه وکړه چې د خوراکي توکو مرستې يې کړي، خو زیاتوي چې په افغانستان کې د بینادي پروژو د پلي کېدو اړتیا ده، په کار ده چې په دې برخه کې هم ګامونه پورته کړي.

" زه د خادم الحرمین الشریفن ملک سلمان بن عبدالعزیز نه مننه کوم چې د یو میلیون ډالرو په ارزښت يې خوراکي توکي زموږ بې وزلو کورنيو ته اخيستي دي، خو موږ بنیادي مرستو ته ضرورت لرو، مثلاً د سرکونو، کلینیکونو، ښوونځيو او مدرسو د رغونې په برخه کې باید له موږ سره مرستې وشي."

د ننګرهار چارواکي وايي، چې له دې مرستو به یوولس سوه هغه کورنۍ چې د جنګونو له امله له خپلو سيمو بې ځایه شوي، برخنمې شي، اتلس سوه به د شهیدانو او معلولیو کورنۍ ترې برخمنې شي او پاتې مرستې به د ښاروالۍ او نورو ادارو په هغو کارکوونکو وېشل کېږي چې کمې تنخواګانې ولري.

XS
SM
MD
LG