د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان: بې پیلوټه الوتکې ۱۰ مشکوک وسله وال وژلي


د ډرون الوتکې عکس (ارشيف)
د ډرون الوتکې عکس (ارشيف)

د افغانستان د پکتیکا چارواکي وايي ، هلته د مشکوکې امریکايي بې پیلوټه الوتکې برید لږ تر لږه لس مشکوک وسله وال وژلي دي.

د پکتيکا ولايت د امنیې قومندانۍ وياند شاه محمود ارین د مې پر ۱۱مه مشال راډیو ته وویل چې دا پېښه د مې پر ۱۰مه د برمل ولسوالۍ په منګړېتۍ سیمه کې شوې ده.

بلخوا پاکستانيوچارواکو ادعا کړې چې په وژل شوو وسله والو کې د پاکستانیو طالبانو د حافظ ګل بهادر ډلې یو کومندان اسدالله عرف سنګري هم شامل دی.

وسله والو ډلو لا هم په دې اړه څه نه دي ويلي.

د پاکستان او افغانستان په سرحدي سیمو کې وخت ناوخته د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کېږي چې زیاتره پکې د مهمو وسله والو وژل کېدو ادعاوې شوې دي.

XS
SM
MD
LG