د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې شییعه ګانو د غوښتنو منلو پس پرلت ختم کړ


په کراچۍ کې د ورک کړل شویو شییعه ګانو لپاره پرلت
په کراچۍ کې د ورک کړل شویو شییعه ګانو لپاره پرلت

پراګ: د پاکستان په کراچۍ کې د ولسمشر عارف علوي د کور مخې ته روان د شییعه مسلمانانو پرلت تر هغه وروسته پای ته ورسېدلو چې چارواکیو یې غوښتنې ومنلې.

راشد رضوي مې پر لسمه مشال راډیو ته وویل د دې خبرې پخلی وکړ چې د ورک کړل شویو شییعه ګانو لپاره د دوی پرلت له هغه پس نن د مې پر لسمه نېټه پای ته ورساوه چې غوښتنې یې ومنل شوې.

په پنجشنبه له مشال راډیو سره رضوي ویلي ول چې تر هغو به پر پرلت وي چې غوښتنې یې نه وي منل شوې. د ده وینا وه چې د شییعه مسلک په زور ورک کړل شوي کسان دې پیدا کړل شي او عدالت ته دې وړاندې کړل شي.

د نوموړي په وینا چې د دوی د مالوماتو له مخې له ټول پاکستان څخه د شییعه مسلک اتیا کسان ورک کړل شوي چې ۳۹ پکې د کراچۍ دي.

د سیند د کار او خدمتونو صوبايي وزیر سید ناصر حسین شاه مشال راډيو ته ویلي ول چې ورک کړل شوي کسان د دوی د صوبې له پولیسو سره نه شته.

نوموړي وویل د دوی دریځ هم دا دی چې هېڅوک دې نه اوچتېږي. د ده په وینا که پر یو چا د جرمونو تور وي نو هغه باید عدالت ته وړاندې کړل شي.

د بشري حقونو مبارزه نغمه شېخ وايي، په پاکستان کې یوازې د شییعه مسلک وګړي نه بلکې د بېلا بېلو ټولنو او قامونو په زرګونه خلک ورک دي.

د دې په وینا، د دې کسانو د موندلو او را خوشېکولو لپاره به مبارزه هغه وخت لا نور ګټور شي چې ټولې ډلې په شریکه غږ پورته کړي.

نوموړې وویل، “چې مظلوم له مظلوم سره ودرېږي نو به نور قوت پیدا کړي. لکه پښتون ژغورنې غورځنګ شو، د ورک کړل شویو بلوڅانو لپاره مبارزه کونکي شو، مهاجر شو ، شییعه ګان او داسې نور شو. د دوی مرکزي کمېټۍ باید سلا مشوره سره وکړي او یوازې د ورک کړل شوو کسانو لپاره په یوه خوله ووايي چې دا کسان باید د پاکستان له قانون سره سم عدالت ته وړاندې کړل شي.”

له شییعه مسلک سره د اړه لرونکو ورک کړل شوو کسانو د موندلو او خوشېکولو لپاره د هغوي خپلوانو او د بشري حقونو یوشمېر فعالانو دا پرلت د اپرېل پر ۲۶مه پیل کړی وو.

په پاکستان کې د ورک کړل شوو کسانو تور پر پوځ او جاسوسي ادارو پورې کېږي خو هغوي په وار وار داسې تورونه رد کړي او پر تور پورې کوونکي یې د ملک د ګټو پرضد کارکونکي بللي دي.

XS
SM
MD
LG