د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ورکو کسانو تر درک لګېدو مو پرلت نه ختموو: راشد رضوي


د پرلت ګډونوال
د پرلت ګډونوال

پراګ: د پاکستان په کراچۍ کې د ولسمشر عارف علوي د کور مخې ته د روان پرلت مخکښ راشد رضوي وايي، حکومت هڅه کوي چې په څه پلمه مو پرلت ختم کړي خو موږ به داسې و نه کړو.

راشد رضوي د مې نهمې پر ماښام مشال راډیو ته وویل تر هغه وخته به ناست وي چې غوښتنې یې نه وي پوره شوې.

ده وویل، “زموږ پرلت به زموږ د وړاندې کړیو غوښتنو تر پوره کېدو دوام لري. غوښتنې مو دا دي چې د شییعه مسلک په زور ورک کړل شوي کسان دې پیدا کړل شي او عدالت ته دې وړاندې کړل شي. زموږ له مالوماتو سره سم تر اوسه له ټول پاکستان څخه د شییعه مسلک اتیا کسان ورک کړل شوي چې ۳۹ پکې د کراچۍ دي.”

ده وویل، د سیند له ګورنر او د قومي اسمبلۍ له ځینو غړو سره یې مذاکرات شوي خو بریالي شوي نه دي.

نوموړي زیاته کړه: “هغوی وړاندیز راته وکړ چې موږ به د حقایقو موندلو لپاره کمېټۍ جوړه کړو او تاسو پرلت ختم کړی. خو موږ ورته وویل چې تاسو کمېټۍ جوړه کړئ، هغه دې پلټنې وکړي او چې کله یې نتیجې مخې ته راشي نو به بیا موږ پرلت ختم کړو.”

د سیند د کار او خدمتونو له صوبايي وزیر سید ناصر حسین شاه څخه مې وپوښتل چې د دوي حکومت د دې ورک کړل شوو کسانو د خوشېکولو لپاره څه کړي او یا یې کوي؟

هغه وویل، موږ د پولیسو په اړه جوابده یو او له پولیسو سره داسې کسان نه شته.

سید ناصر حسین شاه وویل، “تر کومه حده چې له موږ تپوس کېدای شي او یا زموږ زمه واري ده نو هغه د سیند پولیس دي. هلته موږ پوره مالومات کړي ، له هغوي سره هیڅ داسې کسان نشته. خو زموږ اصولې موقف دا دی چې داسې باید ونه شي. که پر یو چا د جرمونو تور وي نو هغه باید عدالت ته وړاندې کړل شي.”

د بشري حقونو مبارزه نغمه شېخ وايي، په پاکستان کې یوازې د شییعه مسلک وګړي نه بلکې د بېلا بېلو ټولنو او قامونو په زرګونه خلک ورک دي.

د دې په وینا، د دې کسانو د موندلو او را خوشېکولو لپاره به مبارزه هغه وخت لا نور ګټور شي چې ټولې ډلې په شریکه غږ پورته کړي.

نوموړې وویل، “چې مظلوم له مظلوم سره ودرېږي نو به نور قوت پیدا کړي. لکه پښتون ژغورنې غورځنګ شو، د ورک کړل شویو بلوڅانو لپاره مبارزه کونکي شو، مهاجر شو ، شییعه ګان او داسې نور شو. د دوی مرکزي کمېټۍ باید سلا مشوره سره وکړي او یوازې د ورک کړل شوو کسانو لپاره په یوه خوله ووايي چې دا کسان باید د پاکستان له قانون سره سم عدالت ته وړاندې کړل شي.”

له شییعه مسلک سره د اړه لرونکو ورک کړل شوو کسانو د موندلو او خوشېکولو لپاره د هغوي خپلوانو او د بشري حقونو یوشمېر فعالانو دا پرلت د اپرېل پر ۲۶مه پیل کړی وو.

په پاکستان کې د ورک کړل شوو کسانو تور پر پوځ او جاسوسي ادارو پورې کېږي خو هغوي په وار وار داسې تورونه رد کړي او پر تور پورې کوونکي یې د ملک د ګټو پرضد کارکونکي بللي دي.

XS
SM
MD
LG