د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران ټکر له پخوا غوښتل چې د ماشومانو حقونو لپاره کار وکړي


د مشال مرکې خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

دا اوونۍ مو په خپرونه کې په پېښور کې د ماشومانو د حقونو له مبارز عمران ټکر سره خبرې کړې دي.

دی له تېرو ۲۰ کلونو راهیسې د ماشومانو د حقونو د خوندیتوب او ضمانت لپاره کار کوي.

دی د مردان د ټکر کلي اوسېدونکی دی او له مردانه یې لومړنۍ زده کړې کړې دي.

ټکر په پېښور پوهنتون کې ټولنیزه وګړپوهنه (Social Anthropology) لوستې ده.

دی وايي، له پخوا یې هیله لرله چې که هر ډګر کې کار کوي، باید یې خلکو ته خیر ورسي. د ټکر په خبره، د لوړو زده کړو پر مهال یې دا هیله نوره پیاوړې شوه او هلته یې نیت وکړ چې د ماشومانو د حقونو لپاره به کار وکړي.

له عمران ټکر سره مرکه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

د ماشومانو حقونو مبارز عمران ټکر سره مرکه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:26 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG