د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان سربازانو کابل کې له بریده لسګونه کارمندان ژغورلي


په کابل کې چاودنې عکس
په کابل کې چاودنې عکس

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل په شهر نو سیمه کې په کونټرپارټ موسسې د بریدکوونکو د له منځه وړلو عملیات دوام لري.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې بریدګر په یوه څلورپوړیزې ودانۍ کې دي او د پولیسو ځانګړي ځواکونه یې د له منځه وړلو هڅې کوي.

رحیمي وویل چې تر اوسه پورې د کونټرپارټ خیریه موسسې ۸۰ کارکوونکي ژغورل شوي دي.

د ایمرجنسي روغتون چارواکو په سیمه کې د مشال راډیو خبریال ته ویلي چې له دې بریده ۱۵ټپیان وروړل شوي دي.

امنیتي چارواکو ویلي چې برید په یوې چاودنې سره نن د مې پر اتمه شل کمې دولس بجې پیل شو او بیا وروسته ډزې هم وشوې.

کونټرپارټ نړیوالې موسسې د کابل دفتر د افغانستان لویې څارنوالۍ ته نږدې پروت دی.

کونټرپارټ نړیواله موسسه د بشري حقونو، سولې او ګڼو نورو ټولنیزو برخو کې فعالیت لري.

وسله والو طالبانو په دې موسسې د برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

XS
SM
MD
LG