د لاسرسي ځای

تازه خبر

لاهور کې ځانمرګي برید اته تنه وژلي ګڼ ژوبل


د پاکستان پنجاب صوبې مرکز لاهور کې له داتا دربار سره جوخت د ځانګړي امنیتي ځواک ایلیټ فورس پر موټر ځانمرګي بريد اته تنه وژلي او ۲۵ نور يې ټپيان کړي دي.

د پنجاب د پولیسو مشر عارف نواز رسنیو ته وویل چې په دغه ځانمرګي برید کې د ځانګړي امنیتي ځواک پنځه غړي وژلي دي.

نوموړي وویل، چاودنه نن د مې پر اتمه سهار هغه وخت پر پوليس اهلکارو وشوه چې د لاهور داتا دربار له دوهمې دروازې سره د امنيت لپاره ولاړ وو.

د عارف نواز په وينا په دې پېښه کې پوليس په نښه کړل شوي ول.

د پنجاب د صحت وزيرې ډاکټر یاسمين راشد رسنیو ته وويل په چاودنه کې ژوبل شوو کسانو په ښه شان علاج روان دی او دې لړ کې د ميو او ګنګارام روغتون انتظاميې ته يې هدایات هم جاري کړي دي.

نوموړي وویل، د ميو او ګنګا رام روغتونونو په حادثاتو شعبه کې د هر قسمه عملیاتو لپاره ټول سهوليات موجود دي چې پکې د ژوبل کسانو علاج روان دی. له دې سره سره چې کوم ډاکټران په رخصتۍ وو هغوی هم وربلل شوي دي او د وينې هم انتظام کړل شوی دی.

بلخوا د وژل شوو کسانو متعلق معلومات ترلاسه کولو لپاره په ميو روغتون کې یو بېل ډيسک جوړ کړل شوي دي که څوک د خپل خپلوانو باره کې معلومات ترلاسه کول غواړي چې هغه ورکړل شي.

د پنجاب اعلې وزير عثمان بزدار چاودنه په غندلو سره د پېښې د پلټنو حکم ورکړی دی او د پوليسو مشر او پنجاب د داخله چارو اېډيشنل سيکتر يې د پيښې راپور غوښتي.

XS
SM
MD
LG