د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې درې پاکستانی عسکر وژل شوي


د شمالي وزیرستان چارواکي وايي د مې پر اوومه په تحصیل رزمک کې پر پاکستانیو ځواکونو وسله وال برید کې درې عسکر وژل شوي او پنځه نور ژوبل دي.

ځايي چارواکو بېګا ماښام مشال راډیو ته وویل دغه برید هغه مهال شوی چې پاکستانیو عسکرو په سیمه کې ګشت کاوه. له برید وروسته امنیتي ځواکونو سیمه په ولکه کې اخیستې او د لټون عملیات یې پېل کړي دي.

بلخوا د شمالي وزیرستان په دته خېل تحصیل کې هم د يکشنبې په ورځ وسله والو پر امنیتي ځواکونو برید کړی وو چې یو عسکر يې وژلی او درې نور يې ژوبل کړي وو.

د دواړو بریدونو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان حکیم الله مسود ډلې منلې ده.

په شمالي وزیرستان کې په دا وروستیو کې په هدفي وژنو او پر امنیتي ځواکونو بریدونه زيات شوي دي.

XS
SM
MD
LG