د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر غني ښايي د مې په وروستيوو کې پاکستان ته ورشي


افغان ولسمشر محمد اشرف غني

يو لوړپوړي افغان چارواکي مشال راډيو ته ويلي چې ولسمشر محمد اشرف غني به د مې د مياشتې په آخرو ورځو کې پاکستان ته لاړ شي.

دغه چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط د مې په شپږمه مشال راډيو ته وويل چې د پاکستاني وزيراعظم عمران خان په بلنه کېدونکی دا سفر به واضحه کړي چې آيا اسلام اباد رښتيا هم د سولې لپاره خپل کردار په مثبته توګه کاروي او کنه.

بلخوا د ولسمشر غني د وياند مرستيال، صمیم عارف نن مشال راډيو سره خبرو کې د دې سفر د کومې کره نېټې له ورکولو ډډه وکړه خو وي ويل چې ولسشمر د پاکستان سره ښې اړيکې غواړي او ټينګار لري چې پاکستان دې د افغانستان د امن په مسله کې رغوونکی رول ولوبوي.

په تاوتريخوالي او جګړه کې د هيچا ګټه هم نشته.
صميم عارف

نوموړي زياته کړه: ((د دواړو هېوادونو ديپلوماتيکې دستګاوې د ملاقات د کېدو په اړه سره په تماس کې دي. ولسمشر غني په متقابل احترام او ارضي تماميت ته په درناوي ولاړې اړيکې غواړي. داسې اړيکې چې ډېر پام يې په اقتصادي پراختيا او تجارتي اړيکو زياتولو وي. نه دا چې پوځ دې په کنټرول روم کې داسې پاليسي جوړوي چې د جګړې او تاوتريخولو د زياتولو پاليسي وي. ولسمشر په بيا بيا ويلي چې پاکستان کولی شي د افغانستان له ستراتيژيک موقعيت څخه د اقتصاد ښه کولو لپاره ګټه واخلي.))

د افغانستان سولې لپاره د امريکې بهرنيوو چارو وزارت ځانګړي استازي، زلمي خليلزاد پر ټويټر ليکلي پېغام کې د وزيراعظم عمران خان او ولسمشر اشرف غني تر منځ خبرې کول ستايلي دي. د هند بهرنيوو چارو وزارت د پرونۍ خبرپاڼې تر مخه، خلیلزاد پرون نوي دهلي ته تللی وو. هغه هلته يې چارواکو ته د افغانستان سولې لپاره هغو مذاکراتو په اړه معلومات وکړل چې نوموړي په قطر کې د طالبانو سره پېل کړې دي.

څه هيله شته؟

په واشنګټن کې د ویلسن سنټر په نامه يوې څيړنيزې ادارې، د افغانستان او پاکستان د برخې کارپوه مايکل کوګلمين نن مشال راډيو ته وويل چې په داسې حالاتو کې اسلام اباد ته د ولسمشر غني ممکنه سفر مهم دی خو د دې ضمانت نشته چې څه ګټه به ولري.

پاکستان پر طالبانو محدود اغېز لرل مني خو وايي چې دا اثر رسوخ د سولې لپاره کاروي

نوموړي زياته کړه: ((موږ پخوا هم د داسې ملاقاتونو شاهد پاتې شوي يو. هر کله چې داسې د لوړې کچې ملاقاتونه شوي دي، بيا ورپسې په افغانستان کې حقاني نيټورک او يا طالبانو لوی بريدونه کړي دي. نو دا ملاقات ښه خبره ده خو اصلي کیسه به هله معلومېږي چې آيا پر زمکه کېدونکې جګړه کې څه کمی ليدلی کېږي کنه!))

طالبانو د امريکايي استازو سره په قطر کې له خوا او شا پنځوو مياشتې راهيسې مذاکرات روان کړي دي خو په دې خبرو کې د افغان حکومت ګډون نه مني ځکه چې د دوی په وېنا د جګړې اصلي لوری امريکا دی. دوی د ولسمشر محمد اشرف غني هغه وړانديز هم رد کړی چې ويلي يې وو د روژې په مياشت کې اوربند وکړئ.

افغان چارواکي پر پاکستان تور پورې کوي چې د طالبانو په ملاتړ سره د افغانستان جګړې اوږدولو ته لمن وهي. اسلام اباد دا تور ردوي او وايي پر طالبانو خپل اثر رسوخ د سولې لپار کارولی شي.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

د خرو له څرمنې درمل جوړېږي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:59 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG