د لاسرسي ځای

تازه خبر

لس لاکه ژوي د فناکېدو له بې ساري خطر سره مخامخ دي


دا خبره نن په دوشنبه سايسپوهانو په خپل يو تاريخي رپورټ کړې چې د روس، امريکا او چين په ګډون ۱۳۰ هېوادونو منظور کړی دی.

رپورټ دې نتيجې ته رسېدلی دی چې د نړۍ په اقتصادي او مالي نظام کې د پراخو بدلونونو په صورت کې ایکو سسټم (ماحولياتي نظام) پرځای ساتل کېدای شي چې دا د بشري ټولنو د نابودۍ له سرحده راګرځولو لپاره ډېر مهم دی.

په دې رپورټ کې د اقتصادي ودې د پرله پسې تکل له کبله پر اب و هوا شوی اغېز هغه مهم لامل بلل شوی چې عصري انساني تهذيب ته يې زيان رسولی دی. رپورټ ته د نړيوالې څېړنې نوم ورکړل شوی چې د ۵۰ هېوادونو ۱۴۵ کارپوهانو ليکلی دی.

څېړنه وايي چې د نړۍ په ۸۰ میليونه بوټو، ژویو (حشراتو او ځناورو) کې ۱۰میليونه له فنا کېدو سره مخامخ دي چې پکې ځينې به ښايي په راتلونکيو څو لسيزو کې له منځه ولاړ شي.

XS
SM
MD
LG