د لاسرسي ځای

تازه خبر

قطر کې د امریکايي مرکچیانو او طالب استازیو خبرې وځنډېدلې


د روژې له پیلېدو سره سم په قطر کې د امريکايي مرکچيانو او طالب استازيو ترمنځ روانې خبرې اترې وځنډېدلې.

د طالبانو د قطر سياسي دفتر وياند سهيل شاهين پر ټویټر پاڼه ليکلي چې د روژې په لومړۍ ورځ خبرې اترې دروي خو د ده په وينا په راتلونکو ورځو کې به بیرته پیل شي.

نوموړي په یکشنبه اې اېف پي خبري اژانس ته ويلي چې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو نېټه ټاکلو پر سر خبرې اترې له خنډ سره مخامخ دي.

له افغانستانه د ځواکونو پر اېستلو تر سلاکېدو له مخه امريکا له وسله والو طالبانو د امنيت ضمانت، ډزبندي، له افغان حکومت، بين الافغاني او نورو افغان استازيو سره د مذاکراتو په ګډون نورې ژمنې غواړې. خو طالبان وايی چې تر څو امريکا د ځواکونو وتلو مهالوېش اعلان نکړي تر هغو ياد شوي اقدامات نه کوي.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

په افغانستان کې ځوانان پر بدن خالونه وهي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:30 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG